طالبانو ته د مقامت جبهې کسانو د تسلیمۍ په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د پنجشیر په دره عبدالله خېل ولسوالۍ کې د طالبانو ضد جبهې اړوند د مقاومت کسانو له یو شمېر وسلو سره طالبان ته تسلیم شوي دي. خو د فاکټ کرېسینډو پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او ځیني یې د مقاومت جبهې کسانو پورې […]

Continue Reading

ایا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو تر اوسه کومه نړیواله غونډه شوې؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې یوه نړیواله غونډه د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو جوړه شوې ده تر څو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي. خو د فاکټ کرېسیڼدو پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د قطر غونډې پورې تړاو لري. تر اوسه هېڅ […]

Continue Reading

په ترافیکي پېښه کې د افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل د وژل کېدلو خبر ناسم دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې نوموتي افغان سندرغاړی جاوید امیرخېل د پاکستان په کویټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی امرخېل روغ رمټ دی. د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د ملی سندر […]

Continue Reading

د مقاومت جبهې له خوا د لغمان د الینګار ولسوالۍ سقوط په تړاو کوم موثق راپور نشته

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د طالب ضد جبهې مقاومت لاسونو ته ورغورځېدلې او سقوط یې کړې ده. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د الینګار ولسوالۍ پورې تړاو نه لري او پخوانی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان […]

Continue Reading

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. خو د فېسبوک پسټ دا ادعا حقیقت نه لري او ښاغلی کرزی روغ رمټ دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۲۲ ادعا کړې چې […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي وایي پنجشیر ته د طالبانو تلونکی موټر له برید سره مخ شوی؛ خو دا انځور پخوانی دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو هغو ځواکونو چې غوښتل یې پنجشیر ته د نورو ځواکونو د مرستې لپاره ولاړ شي، د یوه کمین سره مخ شوی. د فېسبوک پسټ ادعا له مخې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی چې […]

Continue Reading

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط ادعا؛ خو زمونږ پلټنې بل څه وایي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پخواني انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د کندز ولایت اړوند د امام صاحب ولسوالۍ سقوط کړې او د طالبانو له کنټرول نه وتلې ده. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او د امام صاحب ولسوالۍ د سقوط […]

Continue Reading

امرالله صالح د جګړې لپاره بغلان ته نه دی تللی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په تېر حکومت کې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح د طالبانو پر وړاندې د جګړې په موخه د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ ته تللی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویر پخوانی دی او په پنجشیر کې اخستل شوی دی. ادعا د خواله […]

Continue Reading

فېسبوک کاروونکي وایي دوستم د زړه حملې له امله مړی شوی؛ خو انځور یې د ویني ورکولو دی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ګواکې  د جنبش اسلامي ګوند مشر او د تېر حکومت د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال دوستم د زړه حملې له امله مړ شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د ښاغلي دوستم وینې ورکولو پورې تړاو لري. […]

Continue Reading

پخواني افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره پنجشیر ته نه دي تللي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د کمانډو پخوانیو ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د آمو سیند له لارې پنجشیر ته تللي دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورنه پخواني دي او په دې وروستیو کې افغان ځواکونو پنجشیر ته نه دي تللي. ادعا د ټولنیزو رسنیو […]

Continue Reading

راتلونکې اونۍ کې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانېستلو په تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې د نجونو ښوونځي به په راتلونکې اونۍ کې پرانېستل شي. خو زمونږ موندنې ښيي چې تر اوسه په دې تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې او نه هم دا ویل شوي چې ګواکې په راتلونکې اونۍ که به […]

Continue Reading

په پاکستان کې د ځانمرګي برید په تړاو پخواني انځورونه خپاره شوي دي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په اسلام آباد کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰۲ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې کوم […]

Continue Reading

سنګاپور که د چین پخوانی سفر؟ د خواله رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې اشرف غني سنګاپور ته تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې سنګاپور ته تللی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او چین ته د نوموړي سفر پورې تړاو لري. د «شبنم دوران» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال […]

Continue Reading

هغه انځور چې پکې د ملایانو له خوا د اخلاقي فساد ادعا شوې د یوټیوب تمثیلي وېډیو پورې تړاو لري

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوټیوب د تمثیلي وېډیو یو انځور خپور کړی چې ادعا کوي ګواکې ملایان په روژه کې اخلاقي فساد تر سره کوي. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا وېډیو تمثیلي بڼه لري چې پخوا په یوټیوب کې خپره شوې وه. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په روژه […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې طالب ځواکونه د مقاومت جبهې ته نه دي تسلیم شوي

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې ۴۵ طالب ځواکونو د افغانستان ملي مقاومت جبهې ته تسلیم شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او د داعش جنګیالیو پورې تړاو لري چې په ۲۰۱۹ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.  […]

Continue Reading

په ایران کې د افغان کډوالو تر زورونې وروسته د دغه هېواد د سفارت مخې ته د چاودنې ادعا؛ خو عکسونه پخواني دي

په ټولنیزو رسنیو کې دوه عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران سفارت مخې ته چاودنه شوې ده. تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «نن ماسپیښن 2 دوه بجی دایران سفارت مخی ته چاودنه شوی چی په دی چاودنه کی […]

Continue Reading

پخوانی ولسمشر اشرف غني د چاړه برید له امله نه دی ټپي شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی چې په الوتکه کې د خوب په حالت کې لیدل کیږي. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني چین ته د سفر پر مهال په الوتکه کې په چاړه وهل شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور […]

Continue Reading

جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره د جګړې په ډګر کې نه دی لیدل شوی؛ خو خپل ملاتړ یې اعلان کړی

په دې وروستیو کې د کابل د امنیت پخوانی مسوول جنرال سمیع سادات په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه پخواني انځور په خپرولو سره ویلي چې جنرال سمیع سادات د مقاومت جبهې له کسانو سره په پنجشیر کې یو ځای […]

Continue Reading

آیا دا انځور د عالم ګل حقاني ورور پورې تړاو لري؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان د پاسپورټ د ریاست پخوانی رییس عالم ګل حقاني ورور وېډیو را وتلې چې په هغه کې نوموړي له یوې نجلۍ سره اخلاقي فساد تر سره کوي. که څه هم د عالم ګل حقاني ورور د طالبانو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې اشرف غني کابل ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې نوموړی کابل ته تللی دی. ادعا د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مارچ په ۲۲ ادعا کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته رسېدلی دی.  […]

Continue Reading

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې

مدني فعاله ناهیده حکیمي منګل نه ده وژل شوې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانۍ خبریالې مینه منګل د جسد انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې مدني فعاله او په تېر حکومت کې د پکتیا ولایت د ځوانانو د پارلمان غړې ناهیده حکیمي منګل په یوه برید کې وژل شوې ده. […]

Continue Reading

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د کابینې رییس الوزرا نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنۍ خبر خپور کړی چې ګواکې ملا عبدالغني برادر د ملا حسن آخوند پر ځای د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ټاکل شوی دی. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا رد کړې او ویلي چې د طالبانو په کابینه کې کوم بدلون نه دی راغلی. ادعا […]

Continue Reading

په امریکا کې د ځنګل د اورلګیدنې تصویر په پاکستان کې د ځانمرګی برید په توګه خپور شوی دی

د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)  او پاکستان حکومت تر منځ یو شمېر نښتې شوي دي. د دغو نښتو په لړ کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې هم را منځ ته شوي دي. په دې وروستیو کې په فېسبوک کې ادعا شوې چې د ټي ټي پي له خوا د پاکستان په لاهور کې […]

Continue Reading

د پخوانی پارلمان غړی سید احمد سېلاب ژوندی دی؛ خو نوموړی د فېسبوک کاروونکو له خوا مړ بلل شوی

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه وېجاړ شوي موټر تصویر په خپرولو سره ادعا کړې چې د تېر حکومت د پارلمان غړی او د «سېلاب» خیریه بنسټ مشر په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د ویجاړ شوي موټر دا انځور د نوموړي پورې […]

Continue Reading

په متحده عربي اماراتو کې د اشرف غني او فضل هادي مسلم یار د لیدلو ادعا؛ خو زمونږ موندنې ښيي چې تصویر پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې دوی په عربي متحده اماراتو کې له یو بل سره لیدلي.  خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې راشد خان د کومې ټرافیکي پېښې له امله نه دی ټپي شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه موټر انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې د افغانستان د کرېکټ تکړه لوبغاړی راشد خان په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. خو زمونږ پلټنې ښيي چې د موټر دا انځور د راشد خان پورې تړاو نه لري او نوموړی د کوم ټرافیکي ټکر […]

Continue Reading

د لبنان د چاودنې وېډیو د اوکراین د وېجاړۍ په توګه خپره شوې

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو په لبنان کې د یوې چاودنې پخوانۍ وېډیو خپره کړې چې ادعا کوي ګواکې اوکراین د روسیې بریدونو له امله ویجاړ شوی دی. د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په لړ کې یو شمېر پخواني عکسونه او وېډیو ګانې له ناسمو ادعا ګانو سره خپاره شوي […]

Continue Reading

د وېډیو ګېم یو کلیپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې په توګه خپور شوی دی

د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې په لړ کې یو شمېر ناسم مالومات او ادعاګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي.  په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو د وېډیو ګېم یو کلېپ د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې د ژوندۍ وېډیو په توګه […]

Continue Reading

ایا لطف الله کامران د طالبانو له بنده تر خوشې کېدو وروسته بېرته امنیه قوماندان ټاکل شوی؟

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په تېر حکومت کې د لغمان امنیه قوماندانۍ انځور په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې نوموړی د طالبانو له خوا د پکتیکا امنیه قوماندان ټاکل شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې د نوموړي انځور فوټوشاپ شوی او نوموړی د طالبانو پر مهال د امنیه قوماندان نه دی […]

Continue Reading

آیا په رښتیا هم اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغلی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو او جعلي انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغلی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه جعلي او پخواني دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي […]

Continue Reading

ایا زابلی ماشوم حیدر ژغورل شوی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نا اړوندو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې زابلی ماشوم حیدر چې څاه ته غورځېدلی وو، ژغورل شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه د حیدر پورې تړاو نه لري او نوموړی له څاه څخه تر ویستل کېدو وروسته مړی شوی دی. ادعا د ټولنیزو […]

Continue Reading

د یوه بل ماشوم انځور د زابلی ماشوم حیدر په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یو بل ماشوم انځور یې د حیدر په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی. حیدر هغه ۵ کلن ماشوم وو چې په زابل کې څاه ته غورځېدلی وو چې له ایستلو څخه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور […]

Continue Reading

د پاکستان په کویټه کې د برید ادعا، خو حقیقت څه دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په کویټه کې د بم چاودنې پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کوي چې ګواکې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې د سرینا پر هوټل باندې برید شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا تصویرونه پخواني دي او په کویټه کې د برید پورې اړه […]

Continue Reading

د اشرف غني او طالبانو تر منځ د هوکړې ادعا، خو رښتیا څه ده؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له «العربیه» تلویزیون سره د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې یوه پخوانۍ وېډیو بیاځلې خپره کړې ده. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلی دی او ژر به هېواد ته ورشي. زمونږ موندنې ښيي چې دا مرکه پخوانۍ ده او […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ سرتیري د افغانستان طالبانو له خوا نه دي نیول شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د پوځ سرتیرو انځور خپور کړی چې ادعا کوي ګواکې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان طالبانو له خوا نیول شوي دي. د پوسټ ادعا له مخې دا کسان هغه مهال نیول شوي دي چې غوښتل یې د افغانستان پولې ته واوړي او په وینا یې […]

Continue Reading

دا کوچنۍ نجلۍ د سرطان پر ناروغي نه ده اخته شوې

ادعا په فېسبوک کې د یوې کوچنۍ نجلۍ عکس خپور شوی چې ادعا کوي ګواکې په سرطان ناروغۍ باندې اخته شوې.  تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: Facebook   Archive د  فیسبوک پوسټ په ادعا کې راغلي چې د کلثوم په نوم کوچنۍ ماشومه په سرطان ناروغۍ باندې اخته شوې او ګواکې پلار یې […]

Continue Reading

د پاکستان کومه الوتکه د ډېورنډ کرښې ته نږې نه ده ویشتل شوې

په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې یو پخوانی انځور خپور شوی دی چې ادعا کوې ګواکې یوه پاکستانۍ الوتکه د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده.   تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ: فېسبوک پوست آرشيف لینک  د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «تازه، افغان سرحدی ځواک […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان الوتکې په کونړ کې نه دي وېشتل شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان هېواد اړوند ۳ الوتکې په کونړ کې وېشتل شوي چې له امله یې ۲ پاکستاني جنرالان هم وژل شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې د پاکستان کومه الوتکه […]

Continue Reading

پر پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د زړه حمله نه دی راغلی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یو شمېر انځورونه خپاره کړي دي چې ادعا کوي ګواکې نوموړی د زړه حملې له امله په روغتون کې بستر شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او هغه مهال اخستل شوي دي چې ښاغلی غني د وینې ورکولو […]

Continue Reading

دا انځورونه په پاکستان کې د کوم وروستي برید پورې تړاو نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان تحریک طالبان یا ‘TTP’ په پاکستان کې بېلا بېل بریدونه کړي دي چې له امله یې د پاکستان د پوځ ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. دوی همدا راز ادعا کړې چې ګواکې د امریکا […]

Continue Reading

د بادغیس ولایت د افغانستان ملي مقاومت جبهې له خوا نه دی سقوط شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او پاڼو ویلي چې ګواکې د بادغیس ولایت د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سقوط شوی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې دا خبر ناسم دی او د بادغیس ولایت د افغانستان ملي مقاومت جبهې لاس ته نه دی غورځېدلی. ادعا […]

Continue Reading

ایا په دې وروستیو کې په پاکستان کې کوم سړی ماشوم زېږولی دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سړي انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې یو سړی په پاکستان کې ماشوم زېږولی دی. زمونږ پلټنې ښيي چې دا سړی هېڅ ماشوم نه دی زېږولی او د ترکیې هېواد پورې  تړاو لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د […]

Continue Reading

دا پېښه د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې نه ده را منځ ته شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر خاور لاندې د یوه اېسار سړی عکس خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې دا کس د کابل- جلال آباد په لویه لاره کې د غره له ښویدنې وروسته د خاورو او ډبرو په منځ کې بند پاتې شوی دی. زمونږ پلټنې ښيي چې دا سړی د […]

Continue Reading

ایا ګلبدین حکمتیار د بمي چاودنې له امله ټپي شوی دی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د یوه موټر انځور خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی حکمتیار په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې د موټر دا انځور چې تر یوې چاودنې وروسته اخستل شوی دی، د ښاغلي حکمتیار […]

Continue Reading

د واورې له امله د پاکستان د مري سیمې قربانیانو انځورونه د سالنګ د قربانیانو په توګه خپاره شوي دي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د مري سیمې قربانیانو انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګواکې دا کسان د افغانستان په سالنګ کې د واورې له امله مړه شوي دي. زمونږ موندنې ښيي چې د قربانیانو دا انځورونه د پاکستان د مري سیمې پورې تړاو لري چې د درنې واورې […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان کومه چورلکه په افغانستان کې نه ده ویشتل شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې یوه پاکستانۍ الوتکه په کونړ کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده. خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځورونه پخواني دي او په دې وروستیو کې کومه پاکستانۍ چورلکه په کونړ ولایت کې نه ده ویشتل شوې. […]

Continue Reading

د ښکر لرونکی سړی دا انځور پخوانی دی

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه بوډا سړي انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې دوه ښکرونه یې درلودل. د فېسبوک ادعا له مخې دا سړی ۱۴۰ کاله عمر لري چې یو ښکر یې تر عملیاتو وروسته لرې شوی او د دوهم ښکر د لرې کولو انتظار کوي. زمونږ موندنې ښیي چې دا انځور اوسنی […]

Continue Reading

په کندهار کې د ښوونځي یو ښوونکی د لوږې له امله نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوه سپین ږیري عکس په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې په کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی دی. خو د هغه زوی په یوه وېډیو کې دا ادعا رد کړې او ویلي چې پلار یې د پښتورګو ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.  […]

Continue Reading

پر پخوانی ولسمشر حامد کرزی باندې د بم چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د موټر انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلي کرزي باندې د بم برید شوی دی او ګواکې هغه ټپي دی. زمونږ موندنې ښيي چې په دې وروستیو کې پر حامد کرزي باندې کوم برید نه دی شوی او د […]

Continue Reading

شیر محمد عباس ستانکزی د تېر نظام چارواکو سره د ګډ حکومت د جوړولو خبره نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له قوله ادعا کړې چې ګواکې هغه ویلي پخواني چارواکي دې وطن ته راشي تر څو ګډه اداره او ټول شموله حکومت جوړ کړو. زمونږ پلټنې ښيي چې هغه یوازې د تېر نظام چارواکو باندې غږ کړی […]

Continue Reading

ډاکټر عبدالله د طالبانو له خوا نه دی نیول شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د سولې عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له خوا نیول شوی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا ادعا ناسم ده او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې په خپل کور کې شتون لري. همدا راز هغه په دې وروستیو کې خپل […]

Continue Reading

ایا د امریکا د پوځ دا الوتکه په پاکستان کې سقوط کړی؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د الوتکې د سقوط یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې په پاکستان کې غورځېدلې ده. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او دا پېښه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په امریکا کې شوې وه.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د […]

Continue Reading

دا جامې د اسلام پیغمبر حضرت محمد پورې اړه نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د اسلام ستر پیغمبر د لور حضرت فاطمه د جامو انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ګواکې دا جامې د حضرت محمد (ص) پورې اړه لري. زمونږ موندنې ښيي چې دا د حضرت محمد د لور فاطمې د جامو انځور دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د جامو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د کابل په سرای شمالي کې موټر بم برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د نومبر په ۱۸مه یو خبر خپور کړی چې ګواکې د کابل په سرای شمالي سیمه کې موټر بم برید شوی چې په وینا یې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.  زمونږ موندنې ښیي چې دا برید د مقناطیسي ماین له امله وو چې چا ته […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا د پوځي الوتکې یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ده چې ګواکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر ته را ښکته شوې چې پکې پوځیان هم شته. تر اوسه په دې اړه کوم کره خبر نه […]

Continue Reading

دا ماشوم د طالبانو له خوا د ډوډۍ د غلا په تور نه دی وهل شوی

د کابل له سقوط څخه وروسته او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خلک له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا هېواد د بشري ناورین پر لور روان دی. اوسمهال خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. د دغه بحران په لړ کې یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې […]

Continue Reading

د پاکستان په کراچۍ کې د موټر بم برید ادعا په تړاو پخواني عکسونه خپاره شوي دي

په فېسبوک کې ۳ پخواني عکسونه نشر شوي چې ادعا یې کړې ګواکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د موټر بم چاودنه شوې ده.  ادﻋﺎ یو فېسبوک پست ۳ انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې وړمه شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې موټر بم چاودنه شوې ده. ﺗﺎﺳو ﮐوﻟﯽ ﺷﺊ دا […]

Continue Reading

ماه جبین حکیمي د طالبانو له واکمنۍ وړاندې وژل شوې 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او رسنیو ویلي چې ګواکې د والیبال ښځينه لوبغاړې او په پخواني حکومت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو سرتیرې ماه جبین حکیمي په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا وژل شوې ده. د فاکت کرېسیندو پلټنې ښيي چې هغه د طالبانو له واک څخه وړاندې وژل شوې وه. […]

Continue Reading

د عمران خان د مرګ خبر حقیقت نه لري، د ټپې کېدو انځور یې پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ټپې کېدلو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې هغه د ژورو ټپونو له امله مړ شوی دی.  فاکت کرېسیندو موندلې چې د نوموړي د ټپي کېدلو انځور پخوانی دی او د مرګ خبر یې ناسم دی. ادعا […]

Continue Reading

د «ای اېس ای» مشر جنرال فیض حمید نه دی وژل شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید په کابل کې وژل شوی دی.  د فاکت کرېسیندو موندنې ښيي چې هغه ژوندی دی او د مرګ اوازې یې ناسم دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د اکټوبر په ۱۷مه لیکلي […]

Continue Reading

فېسبوک د ۱۳ کلن چینایي ماشوم له خوا نه وو هک شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو  د۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه نیټه د دوشنبې په ورځ یو پست کړی وو چې په کې ادعا شوې ګواکې فېسبوک د یوه چینایي ماشوم له خوا هک شوی دی. دوی د یوه ماشوم انځور هم خپور کړی او ادعا یې کړې چې د فېسبوک ۶ ساعته بندېدلو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې اشرف غني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې حج لپاره عربستان ته تللی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې هغه په دې وروستیو کې د عمرې مراسمو لپاره عربستان ته نه دی تللی او نوموړی انځور پخوانی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

د خوراک پر مهال د نرندرا مودي یو انځور فوتوشاپ شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي یو فوتوشاپ شوی انځور لاس په لاس شوی دی. په انځور کې ښاغلی مودي لیدل کیږي چې په بشقاب کې یې مخې ته د غوا فاضله مواد شتون لري. زمونږ موندنې ښيي چې د ښاغلي مودي دا انځور فوتوشاپ شوی دی. په […]

Continue Reading

په ټولنیزو رسنیو کې د یونیسف په نوم اعلان شوې دندې حقیقت نه لري

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د «ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق» (یونیسف) تر نامه لاندې یو شمېر دندې اعلان کړي دي چې ګواکې دا سازمان په کابل کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۶۰۰ کارکوونکو ته اړتیا لري. فاکت کرېسیندو موندلې چې د کارموندنې دا اعلان جعلي دی او د یونیسف […]

Continue Reading

په وېډیو کې داسې نه ښودل کیږي چې طالبان په افغانستان کې مسیحیان اعداموي

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شمېر ناسم خبرونه لاس په لاس شوي دي. یوه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل کیږي. د وېډیو په اړه ادعا دا ده چې طالبانو په افغانستان کې عیسویان اعداموي. یو شمېر […]

Continue Reading

د ډیوې نیازۍ له خوا بهر ته د افغانانو د وېستلو راپورونه ناسم دي

 د «دیوه نیازی» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د مدني او سیاسي فعالې ډيوې نیازۍ او د کام ایر الوتکو انځورونه خپاره کړي دي. دا فېسبوک پاڼه لیکلې چې ګواکې اغلې نیازۍ دو زره ۳۴۰ افغانان له هېواد نه بهر کړي دي.  د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې دا فېسبوک پاڼه جعلي ده او […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوځ پر مرکز موټر بم برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې ګنې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دې هېواد پر پوځي مرکز باندې موټر بم برید شوی دی.  د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کوم موټر بم برید نه دی شوی. له بلې خوا دا […]

Continue Reading

د پاکستان په پارلمان کې د یوې کمېټې مشر شهریار افریدي څخه جامې نه دي وېستل شوې

وروسته تر هغې چې د پاکستان په پارلمان کې د کشمیر کمېټې رییس شهریار افریدي امریکا ته په یو سفر ولاړ، د هغه په اړه یو شمېر ناسم خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۹مه ادعا کړې چې […]

Continue Reading

د ۲۰۲۰ کال پخوانۍ وېډیو داسې خپره شوې چې وښایي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

 د تاوتریخوالي یوه پخوانۍ وېډیو بیاځلې په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. په دې وېډیو کې ادعا شوې چې ګنې د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په سپین بولدک کې نښته را منځ ته شوې ده. په ځینو نورو ادعا ګانو کې بیا ویل شوي چې ګواکې افغانان د پاکستان سرحد ته […]

Continue Reading

په انګلستان کې د الوتکې یوه وېډیو په افغانستان کې داسې خپره شوې چې ګواکې د پاکستان جېټ د پنجشیر پر سر الوتنې کوي

په انګلستان کې د جنګي جېټ یوه وېډیو چې په یوه دره کې تمریني الوتنه کوي، په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. د انګلستان دا دره د پنجشیر په توګه او جېټ د پاکستان جنګي الوتکې په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی. فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي […]

Continue Reading

دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې نه دي موندل شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او طالبانو ادعا کړې چې ګنې دا پیسې او سره زر د امرالله صالح په کور کې موندل شوي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي. زمونږ د موندنو پر اساس، د پیسو او سره زرو دا انځورونه پخواني دي. ادعا د « جنرال سمیع سادات» په نوم […]

Continue Reading

ملا برادر نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې ملا عبدالغني برادر مړ شوی دی. هغه له یو شمېر اوازو څخه وروسته په وېډیویي بڼه را څرګند شوی دی او د خپل مرګ اوازې یې رد کړي دي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۲مه د ملا عبدالغني […]

Continue Reading

یو پخوانی او نا اړوند انځور د هلمند ورک شویو ماشومانو په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو پخوانی او نا اړوند انځور یې خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګنې په هلمند کې دوه ماشومان له خپلې کورنۍ څخه ورک شوي دي. د «فاکت کرېسیندو» موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی او د افغانستان ماشومانو پورې اړه نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي. د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده را منځ ته شوې.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو […]

Continue Reading

دا د حضرت آدم مقبره نه ده

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې مقبرې انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا د حضرت آدم قبر دی. دا ادعا ناسم ده. دا انځور د حضرت عمران د مقبرې زیارت پورې اړه لري چې په عمان هېواد کې موقعیت لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د […]

Continue Reading

د وزیرستان طالبان په دې وروستیو کې په پاکستان کې کومه پوسته نه ده نیولې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستاني طالبانو پخوانی انځور یې خپور کړی دی او ویلي چې ګنې دوی په پاکستان کې پوسته یې نیولې. د فاکت کرېسیندو موندنې را ښیي چې دا انځور اوسنی نه دی.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ د پاکستاني طالبانو یو پخوانی انځور لاس په […]

Continue Reading

ایا په سپین بولدک کې ۸۰ تنه طالبان نیول شوي؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو یو پخوانی انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۸۰ تنه طالبان د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د فاکت کرېسیندو (Fact Crescendo) موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی خو نشي تاییدولای چې ګنې […]

Continue Reading

ایا دا انځور د کابل هوایي ډګر پورې اړه لري؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د مکسیکو ښار د هوایي ډګر انځور د کابل د هوایي ډګر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۱مه د مکسیکو ښار هوایي ډګر انځور خپور کړی. دوی ویلي چې ګنې دا انځور د کابل هوایي […]

Continue Reading

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶ میاشتنی اوربند خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې طالبانو له افغان حکومت سره په شپږ میاشتني اوربند سلا شوي.  زمونږ د موندنو پر اساس، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند خبر حقیقت نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي […]

Continue Reading

د عثمان کاکړ د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخوانی سناتور «عثمان کاکړ» د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور کړی دی. د فاکت کرېسیندو د څېړنو پر اساس دا انځور په کابل کې د لاریون کوونکو پورې اړه نه لري. ادعا د […]

Continue Reading

آیا په دې انځور کې د کندوز والي او د هغه مرستیاله لیدل کیږي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې د خاوند انځور لاس په لاس شوی دی. په دې ادعاوو کې ویل شوي چې ګنې د کندوز والي د خپلې سکرترې لاس نیولی او له هغې سره په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی. د فاکت کرېسیندو […]

Continue Reading

د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییلو د بمبارۍ پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې د پوځ په جلب او جذب مرکز باندې وسلوال برید شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې […]

Continue Reading

ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدلو په لړ کې، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کورونا وبا په اړه ناسم ادعاوې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي چې پیاز کولای شي کورونا ویروس د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د […]

Continue Reading

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا نه دی اخته شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا ناروغۍ اخته شوی خو زوی یې دا ادعاوې رد کړي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۱۶مه لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار د کورونا پایله مثبت اعلان شوې ده. د «نوښت ویبپاڼه» په نوم […]

Continue Reading

په پاکستان کې د اورګاډي د ټکر انځور پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د پاکستان د اورګاډي د ټکر پخوانی خبر د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۷مه د اورګاډي د ټکر یو پخوانی انځور خپور کړی. دوی ویلي په پاکستان کې یو اورګاډی له خپل مسیر څخه […]

Continue Reading

استاد منګل نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او ځیني رسنۍ په ناسمه توګه ادعا کړې ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی منګل استاد مړ شوی دی. ادعا یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د جوزا په ۱۳مه ادعا کړې چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد منګل چې […]

Continue Reading

آیا په دې وروستیو کې پاکستانۍ چورلکه لویدلې؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوې چورلکې پخواني انځور په خپرولو سره ادعا کړې ګواکې دا چې د پاکستان هېواد پورې اړونده یوه چورلکه غورځېدلې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې په ۳۱مه د یوې چورلکې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان اړوند یوه الوتکه […]

Continue Reading

آیا هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې له کورونا څخه نه دي ژغورلي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د هندوستان د بوتانو د یوه مراسم انځورونه لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې د کورونا له ناورین څخه نه دي ژغورلي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې په ۲۵مه د بوتانو […]

Continue Reading

د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی. ادعا د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې […]

Continue Reading

ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د ترکیې د نظامي تجهیزاتو اړوند پخواني انځورونه خپاره شوي ګواکې دا چې ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات استولي تر څو د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین دفاع وکړي. د فلسطین او اسراییل تر منځ د جګړې په ترڅ کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخستی وو، […]

Continue Reading

د هوایي ځواکونو قومندان فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توگه نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ادعا د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په […]

Continue Reading

د برېښنا پایو چاودنو په تور د پنځو تنو نېول کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د برېښنا پایو د چاودنو په تور پنځه کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي. ادعا د برېښنا پایو د چاودنو په تور ۵ تنه نیول شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د ثور په ۲۶مه […]

Continue Reading

د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. […]

Continue Reading

ایا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د قرنطین طرحه رد شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په موخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو یو نیم میاشتنی طرحه رد شوې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر د روان […]

Continue Reading

د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدلو خبر ناسم دی

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د شیرمحمد عباس ستانکزي د جعلي تویت له قوله ویلي چې ټاکل شوې ۷۰۰۰ طالب بندیان له زندان څخه خوشې شي. د دوی پر خبره، یو شمېر طالب مشران به هم له تور نوملړ څخه وویستل شي. ادعا یو شمېر رسنۍ لکه خامه پریس، خبریال ډاټ […]

Continue Reading

د سوختوک برېښنا بند د نړېدو ګواښ سره مخ نه دی

په ټولنیزو رسنیو کې د دایکندي د سوختوک برېښنا بند ځیني عکسونه لاس په لاس شوي چې ویل شوې د درز له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. خو چارواکي وایي چې خوندي دی. ادعا د بامیان آنلاین سیمه ایز ټلویزیون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه داسې انځور خپور کړی چې […]

Continue Reading

ایا دا پیسې په تورخم کې له ناروغ څخه ورکې شوې؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د پاکستانۍ کلدارو یو عکس خپور کړی دی او ویلي یې دي چې د یوه ناروغ پیسې د ډاکټر له نسخو سره یو ځای موندل شوې دي.   ادعا د تولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او پاڼې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۱۰مه د پاکستانۍ روپۍ عکس خپور کړی او […]

Continue Reading

په کمال خان بند کې د اشرف غني د لمبا خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې اشرف غني د کمال خان بند له پرانېستنې څخه وړاندې په دې بند کې لمبلي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د وري یا حمل پر ۴مه د ښاغلي غني د لمبا یو […]

Continue Reading

د ګلبدین حکمتیار د زوی وژل کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر زوی حبیب الرحمان حکمتیار وسلوال برید شوی او هغه وژل شوی دی. د فېسبوک یوه پاڼه د فېسبوک پاڼې لېنک د فېسبوک دغو کاروونکو د کابل امنیې قوماندان په حواله ادعا کړې چې […]

Continue Reading

د ایوب استاد د مړینې خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی ایوب استاد مړ شوی دی. د پښتو ژبې  سندرغاړی بریالي صمدي هم دې ته ورته پوسټ یې کړی دی. د بریالی صمدي فېسبوک پوسټ د بریالي صمدي فېسبوک پوسټ لېنک د تویتر ځیني کاروونکي او د فېسبوک ځیني […]

Continue Reading

آیا دا عکس د کابل سرکوتل سیمه کې د چاودنې اړوند دی؟

د کابل د یوې پخوانۍ چاودنې عکس د تازه چاودنې عکس په توګه د آمریکا غږ- پښتو له خوا خپور شوی دی. د روان کال مارچ پر ۱۸مه (د کب یا حوت ۲۸مه) نېټه د کابل سرکوتل سېمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوه چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۱ نور […]

Continue Reading