د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

Military Partly False

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی.

ادعا

د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې افغان هوایي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو او القاعده شبکې پر ګډ پټنځای برید کړی دی. په دې تویت کې راغلی: « په دغه برید کې د طالبانو او القاعده شبکې د وژل شوو او ټپیان شوو ترڅنګ؛ د پاکستان د اردو یو افسر په لومړیو کې ټپي او د پاکستان کویټې ښار یو روغتون ته تر استولو وروسته مړ شو».

Text

Description automatically generated

Graphical user interface, text, application, email

Description automatically generated

تویتر/ آرشیف لېنک

یو شمېر رسنۍ هم دا خبر یې خپور کړی دی.  شمشاد ټلویزون په خپل تویتر کې د ۲۱۵ میوند قول اردو له قوله لیکلي چې د طالبانو او القاعده شبکې پر پټنځایونو د افغان هوایي ځواکونو د بمباریو له امله د پاکستان د اردو یو افسر هم وژل شوی دی.

Graphical user interface, text

Description automatically generated

د شمشاد تویت

تویتر/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور په پاکستان کې د یوې چاودنې پورې تړاو لري . دا چاودنه په ۲۰۱۰ کال یعنې شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې شوې وه. دغه چاودنه د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام له خوا د خوړو وېش په یوه غونډه شوې وه. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي وو او ۹۰ نور ټپیان وو. هغه مهال د دې چاودنې مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستی وو.

«سي ان ان»  دغه انځور یې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې له همدې راپور سره یو ځای خپور کړی دی.

د سي ان ان راپور

د سي ان ان راپور لېنک/ آرشیف لېنک

په افغانستان کې مېشت د انځور د برخې یو ژورنالیست هم لیکلي چې دا انځور ناسم دی.  ده په خپل تویتر کې ویلي: « د حکومت پلوي د تویتر حساب له خوا د ناسم مالوماتو یوه نمونه. دا انځور د ۲۰۱۰ کال پورې اړه لري».

پایله

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر او ځینو رسنیو له خوا د پاکستاني سرتیري کوم انځور چې خپور شوی او پکې ادعا شوې ګواکې دا چې په هلمند کې د افغان هوایي ځواکونو په بمبار کې ویشتل شوی، ناسم دی. دا انځور د ۲۰۱۰ زیږدیز کال پورې تړاو لري. په انځور کې ټپي شوی کس په ۲۰۱۰ کال کې د اسلام آباد په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو.

Avatar

سرلیک: د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *