
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې د خاوند انځور لاس په لاس شوی دی. په دې ادعاوو کې ویل شوي چې ګنې د کندوز والي د خپلې سکرترې لاس نیولی او له هغې سره په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی. د فاکت کرېسیندو (Fact Crescendo) د څېړنو له مخې دا انځور د کندوز والي پورې اړه نه لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۱۹مه د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغه خاوند انځور په خپرولو سره لیکلي چې ګنې د کندوز والي په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی.
د «شفیق الله صافی» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې په انځور کې د کندوز والي او د هغه سکرتره ده.
حقیقت موندنه
د فاکت کرېسیندو د څېړنو پر اساس، دا انځور د کندوز مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې خاوند پورې اړه لري. په انځور کې د آغلې هولکر تر څنګ ولاړ کس د کندوز والي نه دی بلکې د «بشیر نوري» په نوم یو شخص دی چې د نصیبې هولکر خاوند ګنل کیږي.
نصیبې هولکر په خپله فېسبوک پاڼه کې د خپل خاوند نور انځورونه هم تر دې وړاندې خپاره کړي دي.
په انځور کې د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیاله نصیبه هولکر او د هغه خاوند بشیر نوري لیدل کیږي
دوی د خپلې لور کلیزې پر مهال دا ګډ انځورونه یې خپاره کړي دي.
له بلې خوا د آغلې هولکر د فېسبوک «مالوماتو برخه» کې هم لیکل شوي چې هغې د بشیر نوري سره واده کړی دی.
د یادولو ده چې د کندوز اوسنی سرپرست والي «نجیب الله عمرخیل» نومیږي چې انځور یې په لاندې توګه لیدلای شئ.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځور چې د کندوز ولایت مالي او ادارې مرستیالې نصیبې هولکر او د کندوز سرپرست والي ته نسبت ورکړل شوی، ناسم دی. دا انځور د آغلې هولکر او هغې خاوند پورې اړه لري. په انځور کې د هولکر تر څنګ ولاړ کس د کندوز والي نه دی.

سرلیک: آیا په دې انځور کې د کندوز والي او د هغه مرستیاله لیدل کیږي؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False