فېسبوک د ۱۳ کلن چینایي ماشوم له خوا نه وو هک شوی

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو  د۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه نیټه د دوشنبې په ورځ یو پست کړی وو چې په کې ادعا شوې ګواکې فېسبوک د یوه چینایي ماشوم له خوا هک شوی دی.

دوی د یوه ماشوم انځور هم خپور کړی او ادعا یې کړې چې د فېسبوک ۶ ساعته بندېدلو تر شاه د یوه ۱۳ کلن چینایي هلک لاس وو.

 ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګنې فېسبوک، انسټاګرام او واټس آپ د یوه چینايي ۱۳ کلن ماشوم سون جیسو له خوا هک شوی دی. د فېسبوک پست په وینا، ۱۳ کلن سون جیسو وتوانید چې د فېسبوک مالک او د هغه اړوندو ایپونو ته شاوخوا ۷ ملیارد ډالره زیان ورسوي.

Facebook   Archive

 حقیقت موندنه

 د فاکت کرېسیندو موندنې ښيي چې فېسبوک د ۶ ساعته بندیدلو پر مهال له هک کېدلو سره مخ شوی نه وو. 

مونږ همدا راز پر نوموړی انځور د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د یوه چینايي هلک وانګ ژینګیانګ پورې اړه لري، نه د سون جیسو پورې.

په ورته مهال د فېسبوک تخنیکي ډله د۲۰۲۱  کال د اکتوبر په ۴مه نېټه یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې فېسبوک د خپلو کاروونکو څخه د ۶ ساعته بندېدلو له امله بښنه غوښتې او ویلي چې دا موقت بندېدل د تخنیکي ستونزو او په روټرونو کې د بدلون له امله را منځ ته شوې وه. 

Facebook   Archive

د  خپاره شوي عکس په اړه زموږ موندنې ښيي چې کاروونکو د چینايي ماشوم «وانګ ژینګ یانګ» یو پخوانی عکس خپور کړی دی.

د کاروونکو له خوا دا خپور شوی انځور د سون جیسو په نوم هلک پورې اړه نه لري. خپور شوی عکس د وانګ ژینګیانګ دی ، او په ۲۰۱۴ کال کې هغه ترټولو ځوان چینایی هکر نومول شوی وو.

نوموړی اوس شاوخوا ۲۰ کلن دی.

د نورو مالوماتو لوستلو لپاره:

News.com  Archive

DayDay News  Archive

یوې وېبپاڼې د نوموړي په اړه یو خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلی چې یو ۱۳ کلن ماشوم د ۲۰۱۴ کال د چین انټرنټ امنیت کنفرانس کې تر ټولو کوچنی هکر کاندید شوی دی. د وېبپاڼې له مخې، د دې ماشوم نوم وانګ ژینګیانګ دی. 

پایله

فېسبوک په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فېسبوک او هغه ته اړندو ایپونو بندېدل په روټرونو کې د تغییراتو راوړلو له امله وو. فېسبوک د چینايي ماشوم له خوا نه وو هک شوی.

Avatar

سرلیک: فېسبوک د ۱۳ کلن چینایي ماشوم له خوا نه وو هک شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.