آیا په دې وروستیو کې پاکستانۍ چورلکه لویدلې؟
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوې چورلکې پخواني انځور په خپرولو سره ادعا کړې ګواکې دا چې د پاکستان هېواد پورې اړونده یوه چورلکه غورځېدلې ده.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې په ۳۱مه د یوې چورلکې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان اړوند یوه الوتکه غورځېدلې ده. د دوی په وینا چې په دې الوتکه کې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي. د «هنداره» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلي: «په پاکستان کې يوه جيټ طياره لويدلي چې پکې دوه پيلوټان وژل شوي او جيټ طياره په بشپړه توګه له منځه تللې». دا پست له نورو سره ۴۱ ځله شریک شوی دی.
یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته ادعا کړې. دا انځور د دغې فېسبوک پاڼې له خوا هم خپور شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. دا چورلکه د روسیې هېواد پورې اړه لري چې څو کاله وړاندې په مسکو کې لویدلې وه. په دې پېښه کې دوه پیلوټان ټپیان شوي وو. دا پېښه د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د اکټوبر په ۲۹ را منځ ته شوې وه.
په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی
پایله
د چورلکې هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا خپور شوی او په کې ویل شوې ګواکې دا چې د پاکستان اړونده یوه الوتکه لویدلې، ناسم دی. دا انځور پخوانی دی چې د یوې روسیۍ چورلکې د ولویدلو پورې اړه لري. په دې وروستیو کې د پاکستان کومه چورلکه نه ده را لویدلې.
سرلیک: آیا په دې وروستیو کې پاکستانۍ چورلکه لویدلې؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False