په ایران کې د افغان کډوالو تر زورونې وروسته د دغه هېواد د سفارت مخې ته د چاودنې ادعا؛ خو عکسونه پخواني دي

False Security

په ټولنیزو رسنیو کې دوه عکسونه شریک شوي چې ادعا کوي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران سفارت مخې ته چاودنه شوې ده.

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «نن ماسپیښن 2 دوه بجی دایران سفارت مخی ته چاودنه شوی چی په دی چاودنه کی دایران ځواکونوته سخت مرک ژوبله اوښتی».

فېسبوک آرشيف لینک

د فاکټ کریسینډو موندنې ښیې چې د فیسبوک ادعا ناسمه ده او شریک شوي عکسونه پخواني دي.

حقیقت موندنه

 د اصلي حقیقت موندلو لپاره موږ په شریک شويو عکسونو باندې د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی او په دې وروستیو کې د ایران سفارت مخې ته کومه چاودنه نه ده شوې.

عکس ۱:

 لومړی عکس پخواني دی او څو ځله په مختلفو ویب پاڼو کې خپور شوی دی.  عکس په افغانستان کې د ایران د سفارت پورې تړاو لري.

آرشيف لینک Edu Publicatons

 Jagran Josh آرشيف لینک 

عکس ۲:

 دوهم عکس هم د ایران سفارت ته څېرمه د کومې وروستۍ چاودنې پورې تړاو نه لري.  ورته عکس پخواني دی او د هغې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۲ کال کې د جنورۍ په ۱۳ د دغه سفارت مخې ته را منځ ته شوې وه.

پژواک هم د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۱۳مه د پېښې په اړه راپور خپور کړی وو.

 د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینکونو ته تللی شئ:

Pojwok.Com آرشيف لینک

ايران پرېس آرشيف لینک

مونږ په دې اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم تر سره کړه. خو داسې کوم خبر مو ونه مونده چې په دې وروستیو کې د ایران سفارت مخې ته د چاودنې پېښه تایید کړي.

نو له دې امله څرګندیږي چې د ایران سفارت مخې ته د چاودنې دا انځور اوسنی نه دی.

پایله

له پورتنیو پلټنو څخه څرګنده شوه چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده.  په افغانستان کې د ایران سفارت ته څېرمه د چاودنې له ادعا سره پخواني انځورونه کارول شوي دي.  په دې وروستیو کې داسې کومه چاودنه د ایران سفارت مخې ته نه ده شوې.

Avatar

سرلیک: په ایران کې د افغان کډوالو تر زورونې وروسته د دغه هېواد د سفارت مخې ته د چاودنې ادعا؛ خو عکسونه پخواني دي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.