د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې ګنې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دې هېواد پر پوځي مرکز باندې موټر بم برید شوی دی.

د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کوم موټر بم برید نه دی شوی. له بلې خوا دا خپور شوی عکس پخوانی دی چې د لبنان هېواد پورې اړه لري.

د «شمشاد خبرونه» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې د روان میلادي کال د سپټمبر په ۲۰مه لیکلې: « په کراچي کې د پوځ پر روزنیز مرکز نن سهار موټر بم بريد وشو چې په پکي سلګونو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده ياد روزنيز مرکز کې 5000 پوځيان وه.
که پري خوښ وي نو پوسټ شير کړي
جزیات وروسته».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۵۰۸ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک/آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دې انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنو په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او د لبنان هېواد پورې اړه لري. د لبنان هېواد ایتلافي ځواکونو له خوا د معمر القضافی د پلویانو پر موټر باندې هوایي برید شوی وو چې دا انځور د هماغې پېښې پورې اړه لري.

دا انځور په ۲۰۱۱ کال کې د مارچ په ۲۱مه په یوه وېبپاڼه کې خپور شوی دی.

د وېبپاڼې لېنک/آرشیف لېنک

له بلې خوا څخه په دې وروستیو کې هېڅ کومې رسنۍ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د موټر بم برید په اړه راپور نه دی ورکړی.

پایله

په دې وروستیو کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پوځ پر مرکز باندې کوم موټر بم برید نه دی شوی. هېڅ کومې رسنۍ په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی. له بلې خوا دا انځور پخوانی دی چې د لیبیا هېواد پورې اړه لري.

Avatar

سرلیک: په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوځ پر مرکز موټر بم برید نه دی شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False