د نیویارک هغه کلیسا چې اور اخستی وو د حضرت محمد د سپکاوي فلمونه یې نه جوړول

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا نیویارک د کلیسا یو انځور خپور کړی چې اور یې اخستی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې دا کلیسا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد په اړه د سپکاوي فلمونه جوړول. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۱مه لیکلي […]

Continue Reading

د عراق د چاودنې یو پخوانی عکس د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان کې د وروستي برید په توګه شریک شوی دی.

د سکرین شاټ: د  فېسبوک پسټ ادعا کوي چې عکس د یوې چاودنې  پورې اړه لري چې د پاکستان تر  کنټرول لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان سیمه کې  را منځ ته شوې. د عراق په بغداد کې د چاودنې یو  پخوانی عکس په فېسبوک کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ګلګت بلتستان کې […]

Continue Reading

کابل ته د اشرف غني د راتګ خبر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ویلي دي چې ګواکې محمد اشرف غني د افغانستان پخوانی ولسمشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پنجشیر څخه کابل ته راغلی دی. د دوی په خبره چې له هغه سره د عربي متحده اماراتو یو شمېر چارواکي هم شتون لري. د […]

Continue Reading

پاکستان په بسکیټ کې زهرجن مواد نه دي کارولي

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د بسکیټ ځیني انځورونه چې تابلیت پکې لیدل کیږي، خپاره کړي دي. دوی ادعا کړې چې ګنې له پاکستان څخه په وارد شوي بسکیټ کې زهرجن مواد کارول شوي دي.  د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي چې د بسکیټو دا کمپنۍ ایران هېواد پورې اړه لري. له بلې خوا دا درمل […]

Continue Reading

فېسبوک د پاکستاني حسابونو د تړل کېدلو پرېکړه نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي که چېرته د «پاکستان باندې بندیز ولګوئ» کمپاین دوام ومومي نو فېسبوک به د پاکستاني کاروونکو اکاونټونه په موقتي یا دایمي توګه وتړي. د فېسبوک ویاند فاکت کرېسیندو ته ویلي چې دا راپورونه ناسم دي او فېسبوک دا ډول پرېکړه نه ده کړې. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

دا ماشومان د افغان او هندي ځواکونو له خوا نه دي ټپیان شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پخواني او نا اړوند انځورونه یې خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا افغان ماشومان د هندي او افغان ځواکونو د بمبار له امله ټپیان شوي دي.  د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، دا انځورونه پخواني دي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یوه یې د یمن […]

Continue Reading

د لبنان د چاودنې انځور په پاکستان کې د موټر بم برید په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د لبنان د بیروت یو پخوانی انځور یې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې د پاکستان په شېمه هوټل کې موټر بم برید شوی دی. د فاکت کرېسیندو د موندنو پر اساس، دا انځور پخوانی دی او تر اوسه کومې رسمي سرچیني تایید کړې نه ده چې […]

Continue Reading

یو پخوانی او نا اړوند انځور د هلمند ورک شویو ماشومانو په توګه خپور شوی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو یو پخوانی او نا اړوند انځور یې خپور کړی. دوی ادعا کړې چې ګنې په هلمند کې دوه ماشومان له خپلې کورنۍ څخه ورک شوي دي. د «فاکت کرېسیندو» موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی او د افغانستان ماشومانو پورې اړه نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

په لاهور کې پر اټومي مرکز د وسلوال برید په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییل د برید یو پخوانی انځور یې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې پر یو اټومي کمپ وسلوال برید شوی دی. د فاکت کرېسیندو ‘Fact Crescendo’ موندنو پر اساس، دا خبر د کومې رسمي سرچینې له خوا نه دی […]

Continue Reading

یو پخوانی انځور د «خاشه ځوان» جسد په توګه خپور شوی دی

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ټکسي موټر کې د جسد یو پخوانی انځور یې د نظرمحمد خاشه د جسد په توګه  خپور کړی دی.  د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، دا انځور پخوانی دی. په انځور کې مړ شوی کس د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی وو. ادعا  یو شمېر رسنیو او […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي. د فاکت کرېسیندو موندنو پر اساس، په دې وروستیو کې په زابل کې کومه ترافیکي پېښه نه ده را منځ ته شوې.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو […]

Continue Reading

د پاکستانۍ نرښځې انځور د سلسله علي خېل په توګه وایرال شو

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ټیک ټاک د یوې نوموتې ستورې انځور په پاکستان کې د افغان سفیر د لور سلسله علي خېل په توګه خپور کړی دی. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د آغلې سلسلې علي خېل پورې اړه نه لري.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو […]

Continue Reading

د کندهار تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د سپین ږیري ږیره نه ده خرېلې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د یوه سپین ږیري کس ږیره خریلې ده. د دوی په خبره دا سپین ږیری د دې لپاره ورغلی وو تر څو امنیتي ځواکونو څخه وغواړي چې طالبانو ته تسلیم شي. هاشم رېګوال دا ادعا یې […]

Continue Reading

دا د حضرت آدم مقبره نه ده

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې مقبرې انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا د حضرت آدم قبر دی. دا ادعا ناسم ده. دا انځور د حضرت عمران د مقبرې زیارت پورې اړه لري چې په عمان هېواد کې موقعیت لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د […]

Continue Reading

د وزیرستان طالبان په دې وروستیو کې په پاکستان کې کومه پوسته نه ده نیولې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پاکستاني طالبانو پخوانی انځور یې خپور کړی دی او ویلي چې ګنې دوی په پاکستان کې پوسته یې نیولې. د فاکت کرېسیندو موندنې را ښیي چې دا انځور اوسنی نه دی.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ د پاکستاني طالبانو یو پخوانی انځور لاس په […]

Continue Reading

ایا په سپین بولدک کې ۸۰ تنه طالبان نیول شوي؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو یو پخوانی انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۸۰ تنه طالبان د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د فاکت کرېسیندو (Fact Crescendo) موندنې ښیي چې دا انځور پخوانی دی خو نشي تاییدولای چې ګنې […]

Continue Reading

ایا دا انځور د کابل هوایي ډګر پورې اړه لري؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د مکسیکو ښار د هوایي ډګر انځور د کابل د هوایي ډګر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۱مه د مکسیکو ښار هوایي ډګر انځور خپور کړی. دوی ویلي چې ګنې دا انځور د کابل هوایي […]

Continue Reading

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶ میاشتنی اوربند خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې طالبانو له افغان حکومت سره په شپږ میاشتني اوربند سلا شوي.  زمونږ د موندنو پر اساس، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند خبر حقیقت نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي […]

Continue Reading

مولانا فضل الرحمان په کورونا نه دی اخته شوی او د مرګ خبر یې ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي دي چې په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د کورونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.  زمونږ د څېړنو پر اساس هغه پر کورونا نه دی اخته شوی او د مرګ خبر یې ناسم دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

د عثمان کاکړ د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخوانی سناتور «عثمان کاکړ» د جنازې انځور په کابل کې د لاریون کوونکو په توګه خپور کړی دی. د فاکت کرېسیندو د څېړنو پر اساس دا انځور په کابل کې د لاریون کوونکو پورې اړه نه لري. ادعا د […]

Continue Reading

آیا په دې انځور کې د کندوز والي او د هغه مرستیاله لیدل کیږي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د کندوز ولایت مالي او اداري مرستیالې نصیبې هولکر او د هغې د خاوند انځور لاس په لاس شوی دی. په دې ادعاوو کې ویل شوي چې ګنې د کندوز والي د خپلې سکرترې لاس نیولی او له هغې سره په غیر اخلاقي کارونو بوخت دی. د فاکت کرېسیندو […]

Continue Reading

د شنبې په ورځ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیل کېدلو خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې راتلونکې شنبه ټول ښوونځي او پوهنتونونه چې د کورونا له امله رخصت شوي، بیا پیلیږي. د عامې روغتیا وزارت دا خبر یې ناسم او اوازې بللي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۲۸مه ادعا […]

Continue Reading

د پاکستان د پوځ پر جلب او جذب مرکز باندې برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر غزه د اسراییلو د بمبارۍ پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې ګنې د پاکستان په لاهور کې د پوځ په جلب او جذب مرکز باندې وسلوال برید شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې […]

Continue Reading

د اشرف غني او جوبایډن پخواني انځورونه د نویو انځورونو په توګه خپاره شوي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ولسمشر غني او جوبایډن د ليدنې پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګنې دا انځورونه امریکا ته د ولسمشر غني تازه سفر پر مهال اخستل شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۲۵ امریکا ته د ولسمشر غني […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت برید نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې د برید پخوانی انځور د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې او جون په میاشتو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید پخوانی انځور […]

Continue Reading

ایا دا انځور تسلیم شوي طالبان را ښیي؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۲مه د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دغو کاروونکو ویلي  چې […]

Continue Reading

ایا پیاز د کورونا ناروغۍ درملنه کوي؟

په هېواد کې د کورونا وبا د درېیمې څپې خپرېدلو په لړ کې، د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کورونا وبا په اړه ناسم ادعاوې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي چې پیاز کولای شي کورونا ویروس د ۳ ساعتونو په موده کې لمنځه یوسي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د […]

Continue Reading

آیا دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د درې غبرګونې نجونو انځور یې خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا درې خویندې قرآن کریم یې حفظ کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د درې نجونو انځور په خپرولو سره لیکلي: «درې ګونې خویندې هر یوه اسرا، آلا او ضحی چې د بیت المقدس […]

Continue Reading

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا نه دی اخته شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا ناروغۍ اخته شوی خو زوی یې دا ادعاوې رد کړي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۱۶مه لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار د کورونا پایله مثبت اعلان شوې ده. د «نوښت ویبپاڼه» په نوم […]

Continue Reading

آیا ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغو اعلان کړې؟

هغه خبر ناسم دی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي ګنې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي چې د کورونا له امله اعلان شوې وه، لغو کړې. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۰مه ویلي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونیزو او تحصیلي […]

Continue Reading

آیا دا وسلې او ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي؟

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د نورو هېوادونو د ټانګونو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګنې دا ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې پر ۹مه د پخوانیو ټانګونو او وسلو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې افغانستان ته […]

Continue Reading

مشهور کمیډین ابراهیم عابد نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په ناسمه توګه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» مشهور کمیډین مړ شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۷مه ادعا کړې چې ابراهیم عابد د طلوع تلویزیون د «شبکه خنده» کمیډین وفات شوی دی. د […]

Continue Reading

په پاکستان کې د اورګاډي د ټکر انځور پخوانی دی

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د پاکستان د اورګاډي د ټکر پخوانی خبر د تازه خبر په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۷مه د اورګاډي د ټکر یو پخوانی انځور خپور کړی. دوی ویلي په پاکستان کې یو اورګاډی له خپل مسیر څخه […]

Continue Reading

استاد منګل نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او ځیني رسنۍ په ناسمه توګه ادعا کړې ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی منګل استاد مړ شوی دی. ادعا یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د جوزا په ۱۳مه ادعا کړې چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد منګل چې […]

Continue Reading

آیا په دې وروستیو کې پاکستانۍ چورلکه لویدلې؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوې چورلکې پخواني انځور په خپرولو سره ادعا کړې ګواکې دا چې د پاکستان هېواد پورې اړونده یوه چورلکه غورځېدلې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې په ۳۱مه د یوې چورلکې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان اړوند یوه الوتکه […]

Continue Reading

ایا دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د مکې د ننوتلو دروازه یې د مدینې دروازې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکو د مکې دروازې د یوه انځور په خپرولو سره د روان زیږدیز کال د مې په ۲۵مه ادعا کړې چې ګواکې دا مدینې ته د ننوتلو دروازه ده. د «تازه خبر» […]

Continue Reading

ایا دا ښځه د خپل خاوند له خوا د تیلیفوني خبرو له امله وهل شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یوې نرښځې (اجړا) انځور چې په پاکستان کې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې وه خپور کړی. دوی د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې یوې ښځې د یوه پردي هلک سره په ټیلیفون کې د خبرو له امله د خپل خاوند له خوا وهل شوې ده. ادعا د […]

Continue Reading

آیا هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې له کورونا څخه نه دي ژغورلي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د هندوستان د بوتانو د یوه مراسم انځورونه لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې د کورونا له ناورین څخه نه دي ژغورلي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې په ۲۵مه د بوتانو […]

Continue Reading

د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی. ادعا د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې […]

Continue Reading

ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د ترکیې د نظامي تجهیزاتو اړوند پخواني انځورونه خپاره شوي ګواکې دا چې ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات استولي تر څو د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین دفاع وکړي. د فلسطین او اسراییل تر منځ د جګړې په ترڅ کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخستی وو، […]

Continue Reading

د هوایي ځواکونو قومندان فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توگه نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ادعا د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په […]

Continue Reading

د برېښنا پایو چاودنو په تور د پنځو تنو نېول کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د برېښنا پایو د چاودنو په تور پنځه کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي. ادعا د برېښنا پایو د چاودنو په تور ۵ تنه نیول شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د ثور په ۲۶مه […]

Continue Reading

دا زده کوونکی د ۱۴۰۰ کانکور عمومي اولنمره نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کانکور عمومي اولنمره د رشید په نوم یو زده کوونکی د ارزګان له ولایت څخه دی. ادعا د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اولنمره د عبدالرشید په نوم د ارزګان له ولایت څخه […]

Continue Reading

د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. […]

Continue Reading

ملي امنیت ریاست: د احمد ضیا سراج خبرې تحریف شوې او حقیقت نه لري

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ریاست د رییس احمد ضیا سراج خبرې چې د رسنیو په هکله یې کړې تحریف شوې او حقیقت نه لري. ادعا د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې په ۴مه ویلي وو چې د ملي امنیت رییس، احمد […]

Continue Reading

ایا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د قرنطین طرحه رد شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په موخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو یو نیم میاشتنی طرحه رد شوې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر د روان […]

Continue Reading

پاکستان ته د غني پټ سفر، سم که ناسم؟

یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی دی. ادعا پاکستاني خبریال او د پاکستان د دنیا ټلویزیون رییس کامران خان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۹مه ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې پاکستان ته پټ سفر کړی دی. […]

Continue Reading

د کابل په لب جر سیمه کې د ماین چاودنه نه ده را منځ ته شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د اکسیجن د ګازو ډبي تر چاودنې وروسته ویلي چې د کابل خیرخانې لب جر سیمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو خلک اندېښمن وو چې دا به د ماین چاودنه وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو […]

Continue Reading

د عراقي ماشوم انځور د لوګر ټپي شوي ماشوم په توګه خپور شوی

د یوه عراقي مور او ماشوم پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه د یوه ټپي شوي ماشوم انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د لوګر په […]

Continue Reading

ایا د پاریس ښاروال د سپي په غاړه کې د احمد شاه مسعود مډال اچولی؟

یو تغییر شوی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ لاس په لاس کیږي چې په کې ویل شوی د قوماندان احمد شاه مسعود مډال د پاریس ښاروال له خوا د سپي په غاړه کې اچول شوی دی. ادعا د روان کال د ثور په ۸مه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوه انځور […]

Continue Reading

د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدلو خبر ناسم دی

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د شیرمحمد عباس ستانکزي د جعلي تویت له قوله ویلي چې ټاکل شوې ۷۰۰۰ طالب بندیان له زندان څخه خوشې شي. د دوی پر خبره، یو شمېر طالب مشران به هم له تور نوملړ څخه وویستل شي. ادعا یو شمېر رسنۍ لکه خامه پریس، خبریال ډاټ […]

Continue Reading

د یوسف قرضاوي د وفات خبر د ثور تر ۷مې ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ګواکې دا چې د دیني عالمانو د نړیوالې ټولنې پخوانی مشر یوسف قرضاوي د ثور پردوهمه وفات شوی دی، ناسم دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په ناسمه توګه ادعا کړې چې د اسلام نامتو دیني عالم شېخ یوسف قرضاوي د کرونا ناروغۍ له امله د اپریل پر ۲۱مه […]

Continue Reading

د سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره شوي

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره کړي دي. ادعا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتیرو عکسونه د دغې قول اردو فېسبوک پاڼې، د هېواد رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د اپریل د میاشتې […]

Continue Reading

د سوختوک برېښنا بند د نړېدو ګواښ سره مخ نه دی

په ټولنیزو رسنیو کې د دایکندي د سوختوک برېښنا بند ځیني عکسونه لاس په لاس شوي چې ویل شوې د درز له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. خو چارواکي وایي چې خوندي دی. ادعا د بامیان آنلاین سیمه ایز ټلویزیون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه داسې انځور خپور کړی چې […]

Continue Reading

ایا دا پیسې په تورخم کې له ناروغ څخه ورکې شوې؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د پاکستانۍ کلدارو یو عکس خپور کړی دی او ویلي یې دي چې د یوه ناروغ پیسې د ډاکټر له نسخو سره یو ځای موندل شوې دي.   ادعا د تولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او پاڼې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۱۰مه د پاکستانۍ روپۍ عکس خپور کړی او […]

Continue Reading

د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ ناسم دی

ځیني رسنۍ د افغان حکومت له لورې د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ خپور کړی دی چې ناسم دی. ادعا هشت صبح ورځپانې او ځیني نورې رسنۍ د ۱۴۰۰ کال د حمل یا وري پر ۲۲مه نېټه د استانبول د غونډې یو نوملړ خپور کړی دی چې په هغه کې ۱۹ تنه ګډون لري. […]

Continue Reading

د برېښنایي تذکرې په بهانه کورونو ته د پیسو شکوونکو کسانو ورتګ

ځیني کسان چې ځانونه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکي معرفي کوي د خلکو کورونو ته ځي او له هغوی څخه پیسې را شکوي. دوی د برېښنایي تذکرو په بهانه له خلکو څخه پیسې را ټولوي.  دا ډول کسان په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته اعلانونه کوي. د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ د […]

Continue Reading

په کابل کې د غني پروستات عملیات یا جرمني کې د هغه د پښې عملیات؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې نوموړی تصویر د هغه له پروستات عملیاتو څخه وروسته اخستل شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د حمل پر ۱۸مه د اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړي. دوی […]

Continue Reading

په کمال خان بند کې د اشرف غني د لمبا خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې اشرف غني د کمال خان بند له پرانېستنې څخه وړاندې په دې بند کې لمبلي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د وري یا حمل پر ۴مه د ښاغلي غني د لمبا یو […]

Continue Reading

ایا محب له خلیلزاد سره د امریکا سفارت کې لیدلي؟

په اسلام آباد کې یو پښتو خبریال طاهر خان په یوه تویت کې ویلي ګنې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له زلمي خلیلزاد سره د امریکا په سفارت کې لیدلي. په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د ملي امنیت شورا په دفتر کې له حمدالله محب سره لیدلي او د امنیتي وضعیت او […]

Continue Reading

د علیپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نه دي نیول شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې ګواکې دا چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د حمل پر ۴مه نېټه ادعا کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې چې […]

Continue Reading

د لویې څارنوالۍ رییسانو دندې نه دي ځنډول شوي

د اصلاحاتو ورځپاڼه او د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي یو ناسم خبر خپور کړی ګواکې دا چې د لویې څارنوالۍ د ځینو رییسانو او مسوولینو دندې ځنډول شوي او دوی له هېواد نه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.   ادعا: په ټولنیزو رسنیو کې د ۱۴۰۰ کال د حمل پر لومړۍ نېټه ادعا شوې ده چې […]

Continue Reading

د ګلبدین حکمتیار د زوی وژل کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر زوی حبیب الرحمان حکمتیار وسلوال برید شوی او هغه وژل شوی دی. د فېسبوک یوه پاڼه د فېسبوک پاڼې لېنک د فېسبوک دغو کاروونکو د کابل امنیې قوماندان په حواله ادعا کړې چې […]

Continue Reading

اسدالله خالد نه دی فلج شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا خبر نشر کړی دی ګواکې اسدالله خالد نیم بدن فلج شوی دی. ښاغلی خالد ډېر وخت کیږي چې د درملنې لپاره له هېواد نه بهر دی. د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د هغه تر ښه کېدلو پورې جنرال یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه ټاکل […]

Continue Reading

د اوربند په اړه د توافق خبر ناسم دی

په ځیني خبري او ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې طالبان او امریکا د درې میاشتني اوربند په اړه سره توافق ته رسیدلي دي. د خبریال وېبپاڼې فېسبوک سکرین شاټ په خبریال وېبپاڼه کې د ځینو سرچینو په حواله راغلي چې امریکا د یوې طرحې پر بنسټ له طالبانو […]

Continue Reading

د ایوب استاد د مړینې خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی ایوب استاد مړ شوی دی. د پښتو ژبې  سندرغاړی بریالي صمدي هم دې ته ورته پوسټ یې کړی دی. د بریالی صمدي فېسبوک پوسټ د بریالي صمدي فېسبوک پوسټ لېنک د تویتر ځیني کاروونکي او د فېسبوک ځیني […]

Continue Reading

آیا دا عکس د کابل سرکوتل سیمه کې د چاودنې اړوند دی؟

د کابل د یوې پخوانۍ چاودنې عکس د تازه چاودنې عکس په توګه د آمریکا غږ- پښتو له خوا خپور شوی دی. د روان کال مارچ پر ۱۸مه (د کب یا حوت ۲۸مه) نېټه د کابل سرکوتل سېمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوه چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۱ نور […]

Continue Reading

د کابل په کارته مامورین کې چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي لیکلي دي چې د کابل کارته مامورین سیمه کې چاودنه شوې ده. دغه کاروونکي یو عکس یې خپور کړی دی چې په هغه کې د سړک پر غاړه تور لوګی او اور لیدل کیږي.  ټولنیزې رسنۍ  د ټولنیزو رسنیو ځیني پاڼې او کاروونکي د فبرورۍ پر ۲۵مه د تازه […]

Continue Reading

نادیه مومند او حیا حبیبي نه دي وژل شوې

د کب یا حوت د میاشتې په ۱۳مه د انعکاس د ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامالومو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شوې. له دې خبر نه وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د نادیې مومند او حیا حبیبي د انعکاس ټلویزیون کارکوونکې عکسونه نشر شول، ګواکې دا چې […]

Continue Reading

آیا په رښتیا هم ګل آغا شیرزی مړ شوی؟

په ټولنیزو رسنیو کې د محمد شفیق ګل آغا شیرزي، د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر د مرګ خبر لاس په لاس کیږي، ګواکې دا چه هغه د زړه حملې له امله مړ شوی وي. ځیني بیا وایي چې ښاغلی شیرزی د کرونا ناروغۍ له امله په بګرام کې بستر شوی دی. راشئ په […]

Continue Reading

ایا محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه اخستې؟

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د کریکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ دا خبر ښکته پورته کیږي چې ښاغلي عیسی خېل د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د څلورو غوره […]

Continue Reading

د کابل سرای شمالي هدیره نه ړنګیږي

په دې وروستیو کې د خلکو تر منځ یوه ګونګسه خپره شوې وه، ګواکې دا چې حکومت غواړي د کابل سرای شمالي سیمې سړک پراخولو لپاره څېرمه هدیره ړنګه کړي. په همدې موخه یو شمېر خلک د خپلو خپلوانو د قبرونو کیندلو باندې پیل وکړ، تر څو چې مړي بل ځای ته ولېږدوي. آیا رښتیا […]

Continue Reading

میر افغان ساپی د څارنوالۍ له خوا نه دی نیول شوی

یو جعلي مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او ادعا کوي چې میر افغان ساپی، په ولسي جرګه کې د مالیې او بودیجې کمیسیون رییس د لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوی دی. هغه ادعا چې لویه څارنوالۍ رد کړې ده. په دې مکتوب کې راغلي چې ښاغلي ساپی د ۱۸۰ کیلو […]

Continue Reading