
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د یوه سپین ږیري کس ږیره خریلې ده. د دوی په خبره دا سپین ږیری د دې لپاره ورغلی وو تر څو امنیتي ځواکونو څخه وغواړي چې طالبانو ته تسلیم شي.
هاشم رېګوال دا ادعا یې رد کړې ده.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان انځور په خپرولو سره لیکلي چې ګنې هغه د یوه سپین ږیری کس ږیره د دې لپاره خرېلې چې غوښتل یې امنیتي ځواکونه وهڅوي تر څو طالبانو ته تسلیم شي.
د «تازه خبرونه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان زیږدیز کال د جولای په ۱۶مه لیکلې: «د کندهار تخته پل ولسوالۍ امنيه قوماندان هاشم رېګوال ته طالبانو سپين ږيري ور استولي وو څو تسليم شي.
هاشم ريګوال د سپين ږيرو بريتونه او ګیرې ورباندی ښریلي او بيرته يې ورلېږلی».
دا خبر له نورو سره ۲۶۰ ځله شریک شوی دی.
د فېسبوک یوه کاروونکی هم ورته خبر یې خپور کړی دی.
حقیقت موندنه
مونږ په ټولنیزو رسنیو کې د هاشم رېګوال یوې وېدیو ته لاسرسی پیدا کړه. دا وېدیو ۴۵ ثانیې ده. ده په وېدیو کې دا اوازې یې رد کړې دي او هغه یې بې بنسټه بللې.
ده ویلي: « تر اوسه هېڅ کوم سپین ږیری نه دی راغلی چې مونږ ته د تسلېمېدلو خبره وکړي. مونږ د سپین وېښته بې عزتي نه کوو». ده همد راز ویلي که چېرته هر څوک د تسلیمېدلو غوښتنې لپاره راشي نو د ده له خوا به ووژل شي که هغه سپین ږیری وي او یا هم ځوان.
د ښاغلي رېګوال په وینا که چېرته کوم عسکر تسلیم شي هغه به هم ووژل شي.
دا ادعاوې داسې مهال را پورته کیږي چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د قومي مخور یو شمېر انځورونه خپاره شوي وو ګنې دا چې دوی امنیتي ځواکونو ته ځي او له هغوی څخه غواړي تر څو طالبانو ته تسلیم شي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا ناسمه ده چې ګنې د کندهار تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د یوه سپین ږیري ږیره د سپکاوی په موخه خرېلې ده. هغه په یوه وېدیو کې ویلي چې دا اوازې حقیقت نه لري.

سرلیک: د کندهار تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د سپین ږیري ږیره نه ده خرېلې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False