د عراقي ماشوم انځور د لوګر ټپي شوي ماشوم په توګه خپور شوی
د یوه عراقي مور او ماشوم پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی وي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه د یوه ټپي شوي ماشوم انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د لوګر په خونړۍ چاودنه کې ټپي شوی دی. په دې انځور کې ماشوم د خپلې مور په غېږه کې لیدل کیږي. دا انځور په خواله رسنیو کې ډېر ځله لاس په لاس شوی دی.
په پارلمان کې د کندهار ولایت پخوانی استازی عبدالرحیم ایوبي د دې انځور سره یو ځای لیکلي: «نن شپه د روژه ماتې پر وخت یو ځل بیا د هیواد دښمنانو او د جهاد د ټیکه دارانو لخوا د لوګر ولایت د مرکز په پل علم سیمه کی د یوې ملکي شفاخانې مخته د موټر بم په ترڅ کی په لسګونو هیوادوال په شهادت رسولي او ګڼ شمیر یی ټپیان کړي دي».
د عبدالرحیم ایوبي فېسبوک پاڼه
حقیقت موندنه
فاکت کرېسیندو- افغانستان پر دې انځور د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا ماشوم او مور د عراق اوسیدونکي دي. دا ماشوم هغه مهال ټپي شوی دی چې آمریکايي ځواکونو څو کاله وړاندې په عراق کې بمباري کړې وه. دا ټپي ماشوم د مور په واسطه روغتون ته راوړل شوی او هلته یې انځور اخستل شوی دی.
دا انځور په یوه انګلیسي راپور کې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې خپور شوی دی.
یوه انګلیسي راپور چې همدا انځور یې په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې خپور کړی
د لوګر خونړۍ چاودنه
د روژې په میاشت کې د روان کال د ثور یا غوایي په ۱۱مه د لوګر اذرې ولسوالۍ په یوه ملکي میلمستون کې موټر بم چاودنه وشوه. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي. دولت یې پړه پر طالبانو اچوي خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ارګ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د دې پېښې غندلو تر څنګ ویلي: «طالبانو د خلکو پر وړاندې د نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي».
پایله
د مور په غېږ کې د یوه ټپي شوي ماشوم انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی، ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی، ناسم دی. دا ماشوم په عراق کې تر یوه هوایي بمبارۍ څخه وروسته ټپي شوی دی چې د لوګر چاودنې پورې تړاو نه لري.