د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې راتلونکې شنبه ټول ښوونځي او پوهنتونونه چې د کورونا له امله رخصت شوي، بیا پیلیږي. د عامې روغتیا وزارت دا خبر یې ناسم او اوازې بللي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۲۸مه ادعا کړې چې ګنې په هېواد کې تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بیا پیلیږي.

د «وزارت معارف و کانکور افغانستان» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې لیکلې: «شنبې په ورځ مکتبونه او پوهنتونونه شروع کیږي».

فېسبوک پاڼه

فېسبوک/ آرشیف

د ډاکتر عتیق الله بصیري په نوم یوه فېسبوک کاروونکي لیکلي: « د ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو د پیل کېدلو هغه طرحه چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له خوا د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه شوې وه، تصویب شوه.»

د دغه فېسبوک کاروونکي په خبره چې د دې طرحې پر بنسټ به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د روغتیايي تدابیرو په پاملرنې سره بېرته پیل شي. ده ویلي چې د ماسک اغوستل به په دغه موده کې جبري او لازمي وي. دا فېسبوک پست له نورو سره ۳۳۸ ځله شریک شوی دی.

د فېسبوک د یوه کاروونکي پست

فېسبوک/ آرشیف

حقیقت موندنه

د عامې روغتیا وزارت دا خبر یې ناسم بللی. دغه وزارت په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې په اوازو او ګونګسو باندې باور مه کوئ. دا وزارت زیاته کړې: « تخصصي کمېټه د روغتیايي ملاحظاتو په رڼا کې د ۱۹ ښوونځیو کدرونو تر واکسین وروسته به د ښوونیزو مرکزونو د بیا پیل کېدلو او طریقې باندې د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په ۹مه کار پیلوي».

دا وزارت لیکلي چې په دې اړه به هر ډول پرېکړه په رسمي توګه له خلکو سره شریکه شي.

د عامې روغتیا وزارت فېسبوک پاڼه

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د یادولو وړ دی چې په هېواد کې ټول خصوصي او دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د کرونا د درېیمې څپې له امله د دوه د روان کال د غبرګولي له ۲۲ مې نېټې څخه رخصت شول. دا رخصتي بیا وروسته د چنګاښ د میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې وغځېده.

تر دې مهاله په هېواد کې د کورونا ناروغۍ له امله ۱۱۷ زره ۱۵۸ تنه اخته شوي چې ۴زره ۷۹۴ تنه یې مړه شوي دي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی چې ګنې راتلونکې شنبه (د جولای ۳مه) به ښوونیز او تحصیلي بنسټونه بیاځلې پیل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې لا تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. دا وزارت ویلي چې راتلونکې چهارشنبه (د چنګاښ ۹مه) به د ښوونځیو د بیا پیل کېدلو په اړه به کار پیل شي.

Avatar

سرلیک: د شنبې په ورځ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیل کېدلو خبر ناسم دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False