د کالیفورنیا ساحل کې هغه ماشوم، چې له ډوبیدو وژغورل شو، افغان نه، بلکې امریکایي ځوان ژغورلی دی. 

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د یوې ویډیو څو سکرین شاټونه، چې پکې ښکاري یو ماشوم د کالیفورنیا په ساحل کې د اوبو له سختو څپو سره مخ وي او یو بل 16 کلن ځوان هغه وژغوري، له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې د یاد ماشوم ژغورونکی هلک افغان وو او د دغې میړانې له کبله د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ستایلی دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده، او هغه ژغورونکی شخص، چې د 2026 کال جولای په 25مه یې د سانتا کروز په ساحل کې یو هلک له ډوبیدو وژغورلو، رایډر ویلیامز (Ryder Williams) نومیږي، او اصلاً د امریکا دی.  

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له یادو انځورونو سره په ځپلو پوسټونو کې لیکلي: «د امريکا په کالیفورنیا ايالت کې هغه ۱۰ کلن ماشوم چې نږدې وو، ډوب شي، یو افغان ځوان ژغورلی دی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. هغه ژغورونکی شخص، چې د 2026 کال جولای په 25مه یې د سانتا کروز په ساحل کې یو 10 کلن هلک له ډوبیدو وژغورلو، رایډر ویلیامز (Ryder Williams) نومیږي، او اصلاً د امریکا کالیفورنیا دی، نه د افغانستان.   

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دورغ ده؟ 

موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپرو شویو سکرین شاټونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، یاده ادعا دروغ ده. 

د تېرې شنبې په ورځ د سانتا کروز په ساحل کې یو هلک له ډوبیدو وژغورل شو، او ویډیو کې ښکاري، چې ښودل شوي چې یو ځوان د قوي څپو سره مبارزه کوي او کوچنی هلک له ډوبیدو ژغوري. دغه پېښه او ویډیو ډېر ژر وایرل شوه. 

د timesofindia.indiatimes.com ورځپاڼې په همدې پېښې راپور خپور کړی او عنوان کې یې لیکلي دي: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه 16 کلن ځوان او د هغه کورنۍ د ستاینې لپاره سپینې ماڼۍ ته غوښتې، چا چې کالیفورنیا ته ویاړ وبښو. دلته واضح مالومیږي، چې دغه ځوان د کالیفورنیا دی، ځکه، چې ویل شوي، کالیفورنیا ته یې په خپله میړانه ویاړ بښلی دی. 

ارشیف

د دې تر څنګ د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې یو لوړ پوړي چارواکي پر خپل ایکس پوسټ کې ویلي دي: دې ۱۶ کلن ژوند ساتونکي ته تر ټولو لوړ ملکي اعزاز ورکړئ. دا په ریښتیا د امریکا غوره کار دی! ډېر ښه!

ارشیف

همدا راز نیو یارک پوسټ هم د دې پېښې په اړه تفصیلي راپور خپور کړی او عین جزیات یې پکې لیکلي دي. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې هغه ژغورونکی شخص، چې د 2026 کال جولای په 25مه یې د سانتا کروز په ساحل کې یو 10 کلن هلک له ډوبیدو وژغورلو، رایډر ویلیامز (Ryder Williams) نومیږي، او اصلاً د امریکا کالیفورنیا دی، نه د افغانستان.  

Avatar

د کالیفورنیا ساحل کې هغه ماشوم، چې له ډوبیدو وژغورل شو، افغان نه، بلکې امریکایي ځوان ژغورلی دی. : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *