د برېښنایي تذکرې په بهانه کورونو ته د پیسو شکوونکو کسانو ورتګ

False National

ځیني کسان چې ځانونه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکي معرفي کوي د خلکو کورونو ته ځي او له هغوی څخه پیسې را شکوي. دوی د برېښنایي تذکرو په بهانه له خلکو څخه پیسې را ټولوي. 

دا ډول کسان په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته اعلانونه کوي.

Graphical user interface, application

Description automatically generated

د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ

د پوسټ لېنک

دغو کسانو د برېښنایي تذکرې لپاره اړین شرایط هم په خپلو اعلاناتو کې لیکلي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه یې بیا ادعا کوي چې پرته له نوبت څخه تاسو ته برېښنایي تذکره اخلي.

Graphical user interface, application, website

Description automatically generated

د فېسبوک یوه پاڼه 

د فېسبوک پاڼې لېنک

د پېښې ارزونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې او ویلې یې ده چې د دوی کارکوونکي د خلکو کورونو ته د برېښنایي تذکرو وېش لپاره نه ځي. دغې ادارې همدا راز ویلي چې شرکتونه او یا د انټرنټ کلبونو خاوندان کولای شي خلکو ته د تذکرې فورمې ډکې کړي، خو دوی اجازه نه لري چې د دغې ادارې له نوم او یا لوګو څخه ناوړه ګټه واخلي.

دغې ادارې همدا راز ویلي چې د نوبت له رسېدلو څخه وړاندې هېڅوک نشي کولای چې د تذکرې اخستلو چارې طی مراحل کړي.  د دې ادارې په وینا چې دوی د هېڅ شرکت او یا شخص سره د فورمې ډکولو په برخه کې کوم قرارداد نه لري.

Graphical user interface, website

Description automatically generated

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې فېسبوک پاڼه

Facebook post|   Archived link 

پایله

ځیني کسان چې د احصایې او معلوماتو ادارې د کارکوونکي په توګه د خلکو کورونو ته ځي او ځانونه د دغې ادارې کارکوونکي معرفي کوي، حقیقت نه لري. دوی د احصایې او معلوماتو ادارې پورې اړه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.