د لویې څارنوالۍ رییسانو دندې نه دي ځنډول شوي

False Government

د اصلاحاتو ورځپاڼه او د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي یو ناسم خبر خپور کړی ګواکې دا چې د لویې څارنوالۍ د ځینو رییسانو او مسوولینو دندې ځنډول شوي او دوی له هېواد نه ممنوع الخروج اعلان شوي دي. 

 ادعا: په ټولنیزو رسنیو کې د ۱۴۰۰ کال د حمل پر لومړۍ نېټه ادعا شوې ده چې د لویې څارنوالۍ د لسو رییسانو دندې د بېلا بېلو جرمونو له امله ځنډول شوي دي. په دې ادعا کې د بکتاش عزیزي، صافی، ناصر همت، جبران مدثر، صادق فراهي، نواب احمدزی، امین الله امانت، نورهادی هادي، محمد صمد ناصري او وحیدالدین ارغون نومونه راغلي دي.

Graphical user interface

Description automatically generated

د اصلاحات ورځپاڼه

د اصلاحات ورځپاڼې لېنک

Graphical user interface, text

Description automatically generated

د فېسبوک یوه پاڼه 

د فېسبوک پاڼې لېنک

د پېښې ارزونه

لویې څارنوالۍ په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده او دا ډول اوازې یې رد کړي دي. په اعلامیه کې راغلي: « دا راپورونه بې بنسټه او له حقیقته لرې دي، چې د ځینو مغرضو کسانو له خوا د عامه اذهانو د معشوشولو او د خلکو ترمنځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د مقام د کمزوري کولو په موخه خپرېږي».

د اعلامیې په خبره، لویې څارنوالۍ له ولس څخه غواړي چې که په جرایمو کې د خلکو د لاس لرلو په تړاو اسناد لري، د لویې څارنوالۍ د شکایت ثبتونې ۱۸۰ شمېرې سره دې اړیکه ونیسي یا دې له کشفي او عدلي بنسټونه سره شریک کړي.

Text

Description automatically generated

د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي اعلامیه

د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي اعلامیې لېنک

پایله

د لویې څارنوالۍ د لسو رییسانو د دندې ځنډېدلو په تړاو چې کومه ادعا په ټولنیزو رسنیو کې شوې ده، ناسم ده. د دوی دندې نه دي ځنډول شوي او نه هم ممنوع الخروج اعلان شوي دي. د لویې څارنوالۍ اعلامیې پر اساس پر دوی باندې لګول شوي تورونه ناسم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *