Archives

ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د ترکیې د نظامي تجهیزاتو اړوند پخواني انځورونه خپاره شوي ګواکې دا چې ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات استولي تر څو د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین دفاع وکړي. د فلسطین او اسراییل تر منځ د جګړې په ترڅ کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخستی وو، […]

Continue Reading

د هوایي ځواکونو قومندان فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توگه نه دی ټاکل شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ادعا د هوایي ځواکونو عمومي قومندان ډګر جنرال فهیم رامین د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په […]

Continue Reading

د برېښنا پایو چاودنو په تور د پنځو تنو نېول کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو پخوانی انځور لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د برېښنا پایو د چاودنو په تور پنځه کسان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي. ادعا د برېښنا پایو د چاودنو په تور ۵ تنه نیول شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د روان کال د ثور په ۲۶مه […]

Continue Reading

دا زده کوونکی د ۱۴۰۰ کانکور عمومي اولنمره نه دی شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کانکور عمومي اولنمره د رشید په نوم یو زده کوونکی د ارزګان له ولایت څخه دی. ادعا د ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اولنمره د عبدالرشید په نوم د ارزګان له ولایت څخه […]

Continue Reading

د فلسطینۍ ماشومې انځور د دشت برچي چاودنې ټپي شوې په توګه خپور شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د فلسطینۍ ماشومې یوه پخوانی انځور د کابل دشت برچې چاودنې د ټپي شوې ماشومې په توګه خپور کړی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کابل سیدالشهدا ښوونځي تر برید وروسته د یوې نجلۍ انځور خپور کړی دی چې په خپل لاس کې یې په ژړغوني حالت کتاب نیولی دی. […]

Continue Reading

ملي امنیت ریاست: د احمد ضیا سراج خبرې تحریف شوې او حقیقت نه لري

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ریاست د رییس احمد ضیا سراج خبرې چې د رسنیو په هکله یې کړې تحریف شوې او حقیقت نه لري. ادعا د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې په ۴مه ویلي وو چې د ملي امنیت رییس، احمد […]

Continue Reading

ایا د ولسمشرۍ دفتر له خوا د قرنطین طرحه رد شوې؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د ولسمشرۍ دفتر له خوا د کرونا ویروس د درېیمې څپې مخنیوي په موخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدلو یو نیم میاشتنی طرحه رد شوې ده. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو خبر د روان […]

Continue Reading

پاکستان ته د غني پټ سفر، سم که ناسم؟

یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی دی. ادعا پاکستاني خبریال او د پاکستان د دنیا ټلویزیون رییس کامران خان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۹مه ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې پاکستان ته پټ سفر کړی دی. […]

Continue Reading

د کابل په لب جر سیمه کې د ماین چاودنه نه ده را منځ ته شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د اکسیجن د ګازو ډبي تر چاودنې وروسته ویلي چې د کابل خیرخانې لب جر سیمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو خلک اندېښمن وو چې دا به د ماین چاودنه وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو […]

Continue Reading

د عراقي ماشوم انځور د لوګر ټپي شوي ماشوم په توګه خپور شوی

د یوه عراقي مور او ماشوم پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د لوګر په چاودنه کې ټپي شوی وي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د ثور په ۱۱مه د یوه ټپي شوي ماشوم انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د لوګر په […]

Continue Reading

ایا د پاریس ښاروال د سپي په غاړه کې د احمد شاه مسعود مډال اچولی؟

یو تغییر شوی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ لاس په لاس کیږي چې په کې ویل شوی د قوماندان احمد شاه مسعود مډال د پاریس ښاروال له خوا د سپي په غاړه کې اچول شوی دی. ادعا د روان کال د ثور په ۸مه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوه انځور […]

Continue Reading

د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدلو خبر ناسم دی

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د شیرمحمد عباس ستانکزي د جعلي تویت له قوله ویلي چې ټاکل شوې ۷۰۰۰ طالب بندیان له زندان څخه خوشې شي. د دوی پر خبره، یو شمېر طالب مشران به هم له تور نوملړ څخه وویستل شي. ادعا یو شمېر رسنۍ لکه خامه پریس، خبریال ډاټ […]

Continue Reading

د یوسف قرضاوي د وفات خبر د ثور تر ۷مې ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ګواکې دا چې د دیني عالمانو د نړیوالې ټولنې پخوانی مشر یوسف قرضاوي د ثور پردوهمه وفات شوی دی، ناسم دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په ناسمه توګه ادعا کړې چې د اسلام نامتو دیني عالم شېخ یوسف قرضاوي د کرونا ناروغۍ له امله د اپریل پر ۲۱مه […]

Continue Reading

د سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره شوي

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره کړي دي. ادعا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتیرو عکسونه د دغې قول اردو فېسبوک پاڼې، د هېواد رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د اپریل د میاشتې […]

Continue Reading

د سوختوک برېښنا بند د نړېدو ګواښ سره مخ نه دی

په ټولنیزو رسنیو کې د دایکندي د سوختوک برېښنا بند ځیني عکسونه لاس په لاس شوي چې ویل شوې د درز له امله د نړېدو له خطر سره مخ دی. خو چارواکي وایي چې خوندي دی. ادعا د بامیان آنلاین سیمه ایز ټلویزیون د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه داسې انځور خپور کړی چې […]

Continue Reading

ایا دا پیسې په تورخم کې له ناروغ څخه ورکې شوې؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د پاکستانۍ کلدارو یو عکس خپور کړی دی او ویلي یې دي چې د یوه ناروغ پیسې د ډاکټر له نسخو سره یو ځای موندل شوې دي.   ادعا د تولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او پاڼې د ۲۰۲۱ کال د اپریل پر ۱۰مه د پاکستانۍ روپۍ عکس خپور کړی او […]

Continue Reading

د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ ناسم دی

ځیني رسنۍ د افغان حکومت له لورې د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ خپور کړی دی چې ناسم دی. ادعا هشت صبح ورځپانې او ځیني نورې رسنۍ د ۱۴۰۰ کال د حمل یا وري پر ۲۲مه نېټه د استانبول د غونډې یو نوملړ خپور کړی دی چې په هغه کې ۱۹ تنه ګډون لري. […]

Continue Reading

د برېښنایي تذکرې په بهانه کورونو ته د پیسو شکوونکو کسانو ورتګ

ځیني کسان چې ځانونه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کارکوونکي معرفي کوي د خلکو کورونو ته ځي او له هغوی څخه پیسې را شکوي. دوی د برېښنایي تذکرو په بهانه له خلکو څخه پیسې را ټولوي.  دا ډول کسان په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته اعلانونه کوي. د فېسبوک د یوه کاروونکي پوسټ د […]

Continue Reading

په کابل کې د غني پروستات عملیات یا جرمني کې د هغه د پښې عملیات؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې نوموړی تصویر د هغه له پروستات عملیاتو څخه وروسته اخستل شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د حمل پر ۱۸مه د اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړي. دوی […]

Continue Reading

په کمال خان بند کې د اشرف غني د لمبا خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې اشرف غني د کمال خان بند له پرانېستنې څخه وړاندې په دې بند کې لمبلي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د وري یا حمل پر ۴مه د ښاغلي غني د لمبا یو […]

Continue Reading

ایا محب له خلیلزاد سره د امریکا سفارت کې لیدلي؟

په اسلام آباد کې یو پښتو خبریال طاهر خان په یوه تویت کې ویلي ګنې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له زلمي خلیلزاد سره د امریکا په سفارت کې لیدلي. په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د ملي امنیت شورا په دفتر کې له حمدالله محب سره لیدلي او د امنیتي وضعیت او […]

Continue Reading

د علیپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نه دي نیول شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې ګواکې دا چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د حمل پر ۴مه نېټه ادعا کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې چې […]

Continue Reading

د لویې څارنوالۍ رییسانو دندې نه دي ځنډول شوي

د اصلاحاتو ورځپاڼه او د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي یو ناسم خبر خپور کړی ګواکې دا چې د لویې څارنوالۍ د ځینو رییسانو او مسوولینو دندې ځنډول شوي او دوی له هېواد نه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.   ادعا: په ټولنیزو رسنیو کې د ۱۴۰۰ کال د حمل پر لومړۍ نېټه ادعا شوې ده چې […]

Continue Reading

د ګلبدین حکمتیار د زوی وژل کېدلو خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر زوی حبیب الرحمان حکمتیار وسلوال برید شوی او هغه وژل شوی دی. د فېسبوک یوه پاڼه د فېسبوک پاڼې لېنک د فېسبوک دغو کاروونکو د کابل امنیې قوماندان په حواله ادعا کړې چې […]

Continue Reading

اسدالله خالد نه دی فلج شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا خبر نشر کړی دی ګواکې اسدالله خالد نیم بدن فلج شوی دی. ښاغلی خالد ډېر وخت کیږي چې د درملنې لپاره له هېواد نه بهر دی. د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د هغه تر ښه کېدلو پورې جنرال یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه ټاکل […]

Continue Reading

د اوربند په اړه د توافق خبر ناسم دی

په ځیني خبري او ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې طالبان او امریکا د درې میاشتني اوربند په اړه سره توافق ته رسیدلي دي. د خبریال وېبپاڼې فېسبوک سکرین شاټ په خبریال وېبپاڼه کې د ځینو سرچینو په حواله راغلي چې امریکا د یوې طرحې پر بنسټ له طالبانو […]

Continue Reading

د ایوب استاد د مړینې خبر ناسم دی

په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی ایوب استاد مړ شوی دی. د پښتو ژبې  سندرغاړی بریالي صمدي هم دې ته ورته پوسټ یې کړی دی. د بریالی صمدي فېسبوک پوسټ د بریالي صمدي فېسبوک پوسټ لېنک د تویتر ځیني کاروونکي او د فېسبوک ځیني […]

Continue Reading

آیا دا عکس د کابل سرکوتل سیمه کې د چاودنې اړوند دی؟

د کابل د یوې پخوانۍ چاودنې عکس د تازه چاودنې عکس په توګه د آمریکا غږ- پښتو له خوا خپور شوی دی. د روان کال مارچ پر ۱۸مه (د کب یا حوت ۲۸مه) نېټه د کابل سرکوتل سېمه کې یوه چاودنه را منځ ته شوه چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۱ نور […]

Continue Reading

د کابل په کارته مامورین کې چاودنه نه ده شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي لیکلي دي چې د کابل کارته مامورین سیمه کې چاودنه شوې ده. دغه کاروونکي یو عکس یې خپور کړی دی چې په هغه کې د سړک پر غاړه تور لوګی او اور لیدل کیږي.  ټولنیزې رسنۍ  د ټولنیزو رسنیو ځیني پاڼې او کاروونکي د فبرورۍ پر ۲۵مه د تازه […]

Continue Reading

نادیه مومند او حیا حبیبي نه دي وژل شوې

د کب یا حوت د میاشتې په ۱۳مه د انعکاس د ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې د نامالومو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شوې. له دې خبر نه وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د نادیې مومند او حیا حبیبي د انعکاس ټلویزیون کارکوونکې عکسونه نشر شول، ګواکې دا چې […]

Continue Reading

آیا په رښتیا هم ګل آغا شیرزی مړ شوی؟

په ټولنیزو رسنیو کې د محمد شفیق ګل آغا شیرزي، د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر د مرګ خبر لاس په لاس کیږي، ګواکې دا چه هغه د زړه حملې له امله مړ شوی وي. ځیني بیا وایي چې ښاغلی شیرزی د کرونا ناروغۍ له امله په بګرام کې بستر شوی دی. راشئ په […]

Continue Reading

ایا محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه اخستې؟

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د کریکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د بااخلاقه لوبغاړي جایزه خپله کړې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ دا خبر ښکته پورته کیږي چې ښاغلي عیسی خېل د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د څلورو غوره […]

Continue Reading

د کابل سرای شمالي هدیره نه ړنګیږي

په دې وروستیو کې د خلکو تر منځ یوه ګونګسه خپره شوې وه، ګواکې دا چې حکومت غواړي د کابل سرای شمالي سیمې سړک پراخولو لپاره څېرمه هدیره ړنګه کړي. په همدې موخه یو شمېر خلک د خپلو خپلوانو د قبرونو کیندلو باندې پیل وکړ، تر څو چې مړي بل ځای ته ولېږدوي. آیا رښتیا […]

Continue Reading

میر افغان ساپی د څارنوالۍ له خوا نه دی نیول شوی

یو جعلي مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او ادعا کوي چې میر افغان ساپی، په ولسي جرګه کې د مالیې او بودیجې کمیسیون رییس د لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوی دی. هغه ادعا چې لویه څارنوالۍ رد کړې ده. په دې مکتوب کې راغلي چې ښاغلي ساپی د ۱۸۰ کیلو […]

Continue Reading