ایا دغه انځورونه، چې د لیلا او مجنون د اصلي انځورونو له ادعا سره وایرل شوي، رېښتیا دي؟ 

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګواکې دا د لیلا او مجنون اصلي انځورونه دي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري، او خپاره شوي انځورونه په لیلا او مجنون پورې تړاو نلري. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له یادو انځورونو سره په ځپلو پوسټونو کې لیکلي: «دا د لیلا او مجنون انځورونه دي.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. کوم انځورونه، چې د لیلا او مجنون د اصلي انځورونو له ادعا سره خپاره شوي اصلاً یو یې د فرج بن ناصر بن دلموک المري دی، چې د المره قبیلې څخه ګڼل شوی او بل یې د یوې بدوۍ (Bedouin) ښځې عکس دی، چې د 1898 او 1914 کلونو ترمنځ اخیستل شوی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دورغ ده؟ 

موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر دواړو خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، یاده ادعا حقیقت نلري. 

موږ، چې لومړی د لېلا په نوم د خپور شوی انځور په ګوګل ایمیج لټون کې سرچ کړ نو وموندل شوه چې د همدې ښځې انځور د ځینو ویب پاڼو لخوا د پلور لپاره وړاندې شوی دی. د alamy په نوم د مشهورې انځورونو ایجنسۍ پر ویب پاڼه دې انځور ته لیکل شوي دي: د یوې بدوۍ (Bedouin) ښځې عکس د 1898 او 1914 کلونو ترمنځ اخیستل شوی. 

ارشیف

همدا راز ځینو پوسټونو کې د اوږدو ویښتانو لرونکي شخص ته د مجنون نوم ورکړل شوی دی. د نوموړي انځور هم موږ په ګوګل ایمیج لټون کې سرچ کړ او ځینې ادرسونو کې دغه انځور مو وموند. په ۲۰۰۸ کال کې په flickr.com ویب پاڼه کې همدا انځور، چې په یوه تابلو باندې ښکاري، نشر شوی. له انځور سره لیکل شوي دي:

فرج بن ناصر بن دلموک المري (faraj bin Nasser bin Dalmuk Al-Marri)، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

ارشیف

همدا راز  د عبدالرحمن شمري په نوم د ایکس یو کاروونکي د فرج بن ناصر بن دلموک المري همدغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د لیلا مجنون په کېسې پورې له غیر حقیقي ادعا سره خپور کړی، ویلي دي: دا انځور د فرج بن ناصر بن دلموک المري دی، چې د المره قبیلې یو نائٹ دی. د لیلا مجنون په نوم د دې انځورونو خپرې شوې ادعاوې غلطې دي.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې کوم انځورونه، چې د لیلا او مجنون د اصلي انځورونو له ادعا سره خپاره شوي اصلاً یو یې د فرج بن ناصر بن دلموک المري دی، چې د المره قبیلې څخه ګڼل شوی او بل یې د یوې بدوۍ (Bedouin) ښځې عکس دی، چې د 1898 او 1914 کلونو ترمنځ اخیستل شوی

Avatar

ایا دغه انځورونه، چې د لیلا او مجنون د اصلي انځورونو له ادعا سره وایرل شوي، رېښتیا دي؟ : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *