ایا رېښتیا د Andre Mai نومي زده کوونکي فراغت سند د ChatGpt کاروولو له امله لغوه اعلان شو؟

International Partly False

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ځینو کاروونکو د UCLA پوهنتون یو فارغ زده کوونکي ته منسوب یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې د نوموړي زده کوونکي فراغت سند وروسته له دې لغوه اعلان شو کله، چې هغه د فراغت مراسمو په مهال کمرې ته د خپل لیپټاپ په سکرین هغه تاریچه وښوده، چې په زده کړو کې یې له ChatGpt څخه ګټه اخیسې وه. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او ذکر شوي زده کوونکي فراغت سند UCLA پوهنتون ندی لغوه کړی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «یو زده‌کوونکي د فراغت په مراسمو کې کمرې ته خپل د ChatGPT تاریخچه وښوده، چې هغه د نقل لپاره کاروله. له دې پېښې دوه ساعته وروسته د هغه سند لغوه شو.»

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

که څه هم د یاد زده کوونکي دغه ویډیو حقیقي ده، خو د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده. تر دا مهاله UCLA پوهنتون د Andre Mai سند ندی لغوه کړی او هغه دا مهال په Columbia University پوهنتون کې د ماسټري په زده کړو بوخت دی. 

موږ ولې وایو، چې تر دا مهاله UCLA پوهنتون د Andre Mai سند لغوه کړی ندی؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د ویډیو څو انځورونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا ناسمه ده. 

تر ټولو لومړی موږ د UCLA پوهنتون رسمي ویبپاڼې څخه لېدنه وکړه او هلته مو په سرچ بار کې د Andre Mai نومي کس نوم وپلټلو. موږ وموندل، چې یاد پوهنتون دغه خپل فارغ زده کوونکي ته د فارغ نوم کاروولی، کوم چې په دې مانا، چې هغه په رسمي توګه له دې پوهنتون څخه فارغ شوی او د سند د لغوه کېدو هیڅ خبره یې نده ذکر کړې. تاسې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ. 

همدا راز موږ د Andre Mai لینکډ این اکونټ سکرول کړ او هلته لېدل کیږي، چې نوموړي له UCLA پوهنتون له فراغت وروسته په کولمبیا پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړې. 

د دې ترڅنګ موږ د نوموړي زده کوونکي په اړه د یادې پېښې اړوند خبرونه او تبصېرې وموندلې، چې هلته هم د سند د لغوه کېدو کومه خبره نده ذکر شوې. د بېلګې په توګه د Know Your Meme په ویبپاڼې تاسې لاندې تبصره کتلی او لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې تر دا مهاله UCLA پوهنتون د Andre Mai سند ندی لغوه کړی او هغه دا مهال په Columbia University پوهنتون کې د ماسټري په زده کړو بوخت دی. 

Result Stamp

Title: ایا رېښتیا د Andre Mai نومي زده کوونکي فراغت سند د ChatGpt کاروولو له امله لغوه اعلان شو؟

Written By: Fact Crescendo Team

Result: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *