
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو دوه انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دغه دوه انځورونه د یو افغان برید جنرال (شاه محمود نیازي) دي، چا چې په پخوا افغان خاوري ته نظامي خدمت کړی او اوس په لاس ګاډۍ د غربت له امله د لاس مزدوري کوي. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له خپاره شويو انځورونو یې هیڅ یو په کوم برید جنرال (شاه محمود نیازي) پوري اړه نلري.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی خپرو شویو دوو انځورونو سره داسې متنونه لیکلي، چې ښکاره کوي، چې: «انځورونو کې برید جنرال شاه محمود نیاز دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده. د برید جنرال شاه محمود نیازي نیازي په نوم تازه وایرل شوي دواړه انځورونه اصلاً د جلا اشخاصو دي، چې یو یې داوود شاه (پخوانی سرباز) او بل یې د ټولنیزو رسنیو افغان فعال رضوان مراد دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو له ادعا سره پر خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا دروغ ده.
موږ تر ټولو لومړی په انځورونو کې د هغه شخص ایډي وموندل، چې په رسمي لباس او ځوان ښکاري. د دغه شخص نوم شاه محمود نیازی نه دی او نه یې هم کوم نظامي شخص ځان معرفي کړی، بلکې رضوان مراد دی او بایو کې یې لیکلي (ډیجیټل کرییټر). هغه کوم ډېر پخوانی شخص هم ندی او تازه یې د لوی اختر مبارکۍ په اړه له خپل فیسبوک اکونټ څخه خپل تازه انځور هم پوسټ کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه وروستی پوسټ او د هغه شخصي اکونټ کتلی شئ:

همدا راز موږ له ادعا سره د خپور شوي هغه انځور پلټنه هم وکړه، چې یو سپین ږیری او د پوخ عمر سړی په لاس ګاډۍ یو څه مېوه خرڅوي. دغه انځور اصلاً د داوود شاه دی او په ۲۰۲۰ کال کې یې په اړه راپورونه خپاره شوي وه. د هغه دغه انځور وایرل کېدو نه وروسته د هغه وخت کندهار والي حیات الله حیات د نوموړي احوال پرسي ته ورغی. د بي بي سي د یو راپور له مخې او د یاد والي له قوله دغه سپین ږیری داوود شاه نومیږي او پخوا د ظاهر شاه په وخت کې یې دوه کاله سربازي کړې ده.


همدا راز د دغه سپین ږیري په اړه ۲۰۲۰ کې بي بي سي ته ورته راپور اریانا نیوز هم خپور کړی، چې تاسې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د برید جنرال شاه محمود نیازي نیازي په نوم تازه وایرل شوي دواړه انځورونه اصلاً د جلا اشخاصو دي، چې یو یې داوود شاه (پخوانی سرباز) او بل یې د ټولنیزو رسنیو افغان فعال رضوان مراد دی.
ایا دا دوه جلا انځورونه رېښتیا د یو برید جنرال (شاه محمود نیازي) دي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

