پخواني انځورونه په جومات کې د تازه چاودنې له ناسمې ادعا سره خپاره شوي دي.  

Misleading National

د ۲۰۲۶ کال اپرېل میاشت کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو درې انځورونو ته شامل یو ګډ انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې تازه په یو جومات کې چاودنه شوې او ګڼو کسانو ته پکې مرګ – ژوبله اوښتې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له ادعا سره د خپاره شوي انځورونه په د پخوانیو پېښو دي. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرو شویو انځورنو سره لیکلي دي: «تازه خبر؛ برید جومات کې پر لمونځ کوونکو شوی او تلفات ډېر زیات دي.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم انځورونه خپاره شوي دي، د پخوانیو بېلا بېلو پېښو دي. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه په دقت سره وکتل او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکې ده. 

موږ لومړی له ادعا سره خپاره شوي انځورونه په دقت سره وکتل او ومولېدل چې په دغه انځور، چې د درې انځورونو څخه جوړ دی، د مصنوعي ځیرکتیا جیمنای نښه یا لوګو پرې ښکاري. موږ درې واړو انځورونو ته کتنه کړې، چې په لاندې توګه په شماره وار شکل تشریح شوي دي:

لومړی انځور: 

دغه انځور د هرات په جومات کې د یو چاودنې دی، چې 2017 کال کې خپور شوی او د VOA Pashto د راپور له مخې، اته کسان پکې وژل شوي وو او نږدې شل نور ټپیان وه. 

دوهم انځور:

دوهم انځور هم د یو پخوانۍ چاودنې دی، چې د راپورونو له مخې د کابل په یو جومات کې چاودنه شوې وه، چې لس کسان پکې وژل شوي وه. 

ارشیف

درېیم انځور:

دغه انځور بیا د کوزې پښتونخوا سیمه کې په یو جومات کې د چاودنې دی، چې 2022 کال کې یې راپورونه خپاره شوي دي.

ارشیف

اړینه یادوونه: له ادعا سره خپور شوی انځور، چې درې انځورونو څخه جوړ شوی اصلاً د حقیقي پېښو له انځورونو څخه په استفادې او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله یوځای شوي ښکاري، ځکه چې په دغه ګډ انځور د مصنوعي ځیرکتیا جیمینای لوګو یا نښه هم ښکاري.


پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. په اصل کې له ادعا سره چې کوم انځورونه خپاره شوي دي، د پخوانیو بېلا بېلو پېښو دي.

Avatar

پخواني انځورونه په جومات کې د تازه چاودنې له ناسمې ادعا سره خپاره شوي دي. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *