
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور، چې پکې ښکاري د کور پر دیوال د مڼو ډکې خلتې ځړول شوي دي، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا چاره په ناروې کې عامه ده او خلک یې د یو دود په توګه ترسره کوي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې انځور کې ځړول شوې مڼې د ناروې هېواد د خلکو کوم عام او رسمي دود نه څرګندوي، بلکې د یوې ښځې (Inger Garås) فردي کړنه ده، چې د زړه سواندۍ له مخې د باغ د مڼو ډکې خلتې د خپل کور پر دیوال ځړوي، تر څو خلک یې په وړیا توګه تر لاسه کړي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې خپور شوي انځور سره لیکلي دي، ناروې کې خلک اضافي مڼې د خپلو کورونو پر دیوالو ځړوي، تر څو خلک یې په وړیا توګه ترلاسه کړي.


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. کوم انځور چې، له یادې ادعا سره خپور شوی، اصلاً د ناروې هېواد د خلکو کوم عام او رسمي دود نه څرګندوي، بلکې د یوې ښځې (Inger Garås) فردي کړنه ده، چې د زړه سواندۍ له مخې د باغ د مڼو ډکې خلتې د خپل کور پر دیوال ځړوي، تر څو خلک یې په وړیا توګه تر لاسه کړي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا غولوونکې ده او پر دېوال ځړول شوې مڼې د یو ښځې فردي کړنه ده.
تر ټولو لومړی موږ د هغې مېرمنې (Inger Garås) شخصي فیسبوک پاڼه وموندله، چې د دغې کړنې انځورونه یې په بېلا بېلو کلونو کې خپاره کړي. هغې په 2018 کال کې پر دېوال د ځړول شویو مڼو یو انځور سره لیکلي: نن ورځ پر دیوال ډېرې مڼې ځړول شوي دي. لومړی راشه او لومړی یې وخوره.

د همدې پوسټ او انځور په تعقیب Drammens Tidende ورځپاڼې یوه لېکنه خپره کړې او د دغې لیکنې سره یې د انځور په کپشن کې لیکلي: لومړی راغلي ته لومړی خدمت: انګر ګاراس په دې وروستیو کې د لارویانو لپاره د مڼو کڅوړې ځړولې دي. دلته، د لومړي راغلي، لومړی خدمت اصل پلي کیږي. عکس: انګر ګاراس

د دې تر څنګ موږ ولېدل، چې له پښتو علاوه په نورو ژبو هم دغه ډول ناسمې ادعاوې خپرې شوي، چې ځینو حقیقت موندونکو ادارو پرې څېړنې کړي او دغه ادعا یې غولوونکې بللې ده. تاسې یې ځینې حقیقت موندنې (دلته) او (دلته) لوستلی او کتلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، کوم انځور چې، له یادې ادعا سره خپور شوی، اصلاً د ناروې هېواد د خلکو کوم عام او رسمي دود نه څرګندوي، بلکې د یوې ښځې (Inger Garås) فردي کړنه ده، چې د زړه سواندۍ له مخې د باغ د مڼو ډکې خلتې د خپل کور پر دیوال ځړوي، تر څو خلک یې په وړیا توګه تر لاسه کړي.

