دا ویډیو پر پاکستاني دیني عالم شیخ ادریس د برید نده، بلکې د رینګ روډ 2025 یو پېښې ده.

International Misleading

تېره سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د ناپیژنده وسله والو له لوري د پاکستان مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس، چې د پاکستان د پوځ ملاتړی ګڼل کېدو،  په ډزو ووژل شو. اوس د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې دا هغه صحنه ده چې شیخ ادریس پکې په ډزو وژل شوی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او خپره شوې ویډیو په حقیقت کې د 2025 کال هغې پېښې ده، چې د دغه کال په اپرېل میاشت کې د پېښور په رینګ روډ جمیل چوک ته څېرمه په یوه موټر د ډزو له امله پنځه کسان ووژل شول.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «د شیخ ادریس د وژل کېدو ویډیو راغله.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. له ادعا سره وایرل شوې ویډیو په حقیقت کې د 2025 کال هغې پېښې ده، چې د دغه کال په اپرېل میاشت کې د پېښور په رینګ روډ جمیل چوک ته څېرمه په یوه موټر د ډزو له امله پنځه کسان ووژل شول.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه په دقت سره وکتل او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکې ده. 

تر ټولو لومړی موږ ویډیو په دقت سره وکتله او ومولېدل، چې په ویډیو باندې د امنیتي کمرو لیبل شوې نېټه ښکاره کوي، چې دا ویډیو په 2025 کې ریکارډ شوې ده، نه په 2026 کې. 

پاکستاني رسنۍ ډان نیوز د 2025 اپرېل میاشت کې پر خپل ویبسایټ د دې پېښې خبر خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: د پېښور په رینګ روډ جمیل چوک ته څېرمه په یوه موټر د ډزو له امله پنځه کسان ووژل شول.

ارشیف

د دې سربېره د SK Media Panel یو فیسبوک پاڼې هم دغه ویډیو په 2025 اپرېل کې خپره کړې او ورسره یې عین تفصیل لیکلی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

په Tube Pashto یوټیوب چینل باندې هم دغه ویډیو خپره شوې او ورسره په کپشن کې لیکل شوي دي: د پېښور په جمیل چوک کې د پنځه کسانو د ویشتلو امنیتي کامرې ویډیو.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره وایرل شوې ویډیو په حقیقت کې د 2025 کال هغې پېښې ده، چې د دغه کال په اپرېل میاشت کې د پېښور په رینګ روډ جمیل چوک ته څېرمه په یوه موټر د ډزو له امله پنځه کسان ووژل شول.

Avatar

دا ویډیو پر پاکستاني دیني عالم شیخ ادریس د برید نده، بلکې د رینګ روډ 2025 یو پېښې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *