پر بلوچستان د افغان ځواکونو غچ اخیستونکي برید له ادعا سره غیر اړوند انځور خپور شوی دی. 

International Misleading

څو ورځې وړاندې پاکستان پر افغان خاوره هوایي بریدونه وکړل، چې له امله یې د ګڼ شمېر افغان ملکي وګړو مرګ – ژوبلې په تړاو خبرونه خپاره شول. د ۲۰۲۶ کال روانې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک او ایکس کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا پر افغان خاوره د پاکستان هوایي بریدونو په ځواب کې د افغان ځواکونو هغه هوایي برید دی، چې په بلوچستان کې یې ترسره کړی دی. د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې که څه هم د ا.ا.ا دفاع وزارت تازه پر خیبر پختونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د هوایي بریدونو خبر ورکړی، خو هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو لخوا خپور شوی دی، اصلاً پخوانی دی او د افغان ځواکونو له لوري پر بلوچستان د تازه بریدونو پورې تړاو نلري.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې له خپور شوي انځور سره په بېلا بېل ډول لیکلي، چې: «په بلوچستان کې د افغان ځواکونو هوایي بریدونه…»

Archive | X-Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. کوم انځور چې، له یادې ادعا سره خپور شوی، اصلاً د هغې چاودنې دی، چې د 2017 کال اګسټ میاشت کې په کویټه کې رامنځ شوې وه او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکط او انځور اصلاً د 2017 کال یوې پخوانۍ چاودنې دی. 

د france24.com خبري چینل عربي څانګې همدا انځور په 2017 کال کې د چاودنې یو راپور سره خپور کړی او په کپشن کې یې ورته لیکلي دي: د برید په ځای کې سوځیدلي موټرونه، د اګست ۱۲مه، ۲۰۱۷ (AFP).

ارشیف

د scroll.in پر ویبپاڼې هم دغه انځور په 2017 کې خپور شوی او په راپور کې ویل شوي، چې په کویټه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه 15 کسه وژل شوي او 32 نور ټپیان دي. 

ارشیف

همدا راز خپله که څه هم د ا.ا.ا دفاع وزات پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته غبرګون کې په بلوچستان او خیبر پختونخوا د بریدنو خبر ورکړی، خو هغه انځور یې ندی خپور کړی، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو له ادعا سره وایرل کړی دی. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، کوم انځور چې، له یادې ادعا سره خپور شوی، اصلاً د هغې چاودنې دی، چې د 2017 کال اګسټ میاشت کې په کویټه کې رامنځ شوې وه او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه.

Avatar

پر بلوچستان د افغان ځواکونو غچ اخیستونکي برید له ادعا سره غیر اړوند انځور خپور شوی دی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *