د ایت الله علي خامنه یي جنازې مراسمو کې د پاکستان استازو ته د قران کوم ایات تلاوت شوی دی؟

International Misleading

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې ایران د علي خامنه یي د جنازی په مراسمو کي د هر هېواد استازو ته جلا-جلا آیتونه د تلاوت لپاره ټاکلی وه، چې له جملې یې د پاکستان استازو ته د سورة النساء 76م ایات (ژباړه: بیشکه چه د شیطانانو مکر او فریبونه ضعیفه دي) تلاوت کړ. د ټولنیزو رسنیو د یاد شمېر کاروونکو موخه له دې ادعا دا ده، چې ګني ایران پاکستان ته د هغوی د دوه مخي سیاست او فریب کارۍ په اړه یادوونه وکړه. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده او په اصل کې د پاکستان استازو ته د سورة النسا‌ء 76م ایات نه بلکې د سورة اسراء 80م ایات تلاوت شوی دی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د پاکستان استازو د ایاتونو د تلاوت په تړاو ادعا کې ویلي چې، د علي خامنه یي د جنازې مراسمو کې پاکستاني استازو ته د قران کریم (ژباړه: بیشکه چه د شیطانانو مکر او فریبونه ضعیفه دي – سورة النساء 76. ایات تلاوت شوی دی. 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه غولوونکې ده. د علي خامنه یي د جنازې مراسمو په مهال د پاکستان استازو ته د سورة النسا‌ء 76م ایات نه بلکې د سورة اسراء 80م ایات تلاوت شوی دی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا غولوونکې ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او او بیا مو هغه ویډیوګانې واورېدلې او وکتلې، چې د ایت الله علي خامنه یي د جنازې مراسمو پر مهال د پاکستان استازو په وړاندې د قران کریم ایاتونه تلاوت شوي دي. د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده او د پاکستان استازو ته د سورة النسا‌ء 76م ایات نه بلکې د سورة اسراء 80م ایات تلاوت شوی دی.

د DRM News پر یوټیوب چینل، د هغې صحنې ویډیو شته، چې د علي خامنه یي د جنازې مراسمو پر مهال پکې د پاکستان پلاوي ته کوم ایاتونه تلاوت شوي دي. تاسې کولی شئ، دغه تلاوت په لاندې ویډیو کې وګورئ او واورئ. 

د دې تر څنګ د همدغې صحنې ویډیو تاسې کولی شئ د پاکستان ټي وي پر رسمي ایکس چینل هم په لاندې توګه مشاهده کړئ. 

موږ هغه ایات، چې په حقیقت کې د پاکستان پلاوي ته تلاوت شوی دی، وموندلو او دغه ایات د سورة اسراء 80م ایات دی، چې ژباړه یې په دې ډول ده: او ته ووایه: اى زما ربه! ته ما داخل كړه په رښتیني داخلولو سره او ته ما وباسه په رښتیني وېستلو سره او ته زما لپاره له خپل جانب نه یو مددكوونكى قوت مقرر كړه.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د علي خامنه یي د جنازې مراسمو په مهال د پاکستان استازو ته د سورة النسا‌ء 76م ایات نه بلکې د سورة اسراء 80م ایات تلاوت شوی دی. 

Avatar

د ایت الله علي خامنه یي جنازې مراسمو کې د پاکستان استازو ته د قران کوم ایات تلاوت شوی دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *