
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک کاروونکو د روانې اپریل میاشتې په نیمایي کې د پوسټونو له مخې ادعا کړې، چې ګواکې الجزېره خبري شبکې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت له قوله ویلي، چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ژوندی دی ولې ټپي دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري، پیټ هیګسیت ندي ویلي، چې ایت الله علي خامنه اي ژوندی دی، بلکې هغه د ایران د نوي رهبر، آیت الله مجتبی خامنه اي نوم ذکر کړی، چې ژوندی دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د هیګسیت او د ایت الله علي خامنه اي انځورونو سره لیکلي: «د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د ایران ستر رهبر، علي خامنه اي، ژوندی دی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا سمه نده. د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت په خپلو نویو څرګندونو کې ندي ویلي، چې ګواکې آیت الله علي خامنه اي ژوندی دی، بلکې هغه د ایران د نوي رهبر، آیت الله مجتبی خامنه اي نوم ذکر کړی، او ویلي یې دي چې نوموړی ژوندی دی او ټپي دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده؟
موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري او اړوند خبرونه وپلټل، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.
موږ لومړی د الجزېرې (Al Jazeera Channel) هغه خبر وموندلو، چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت له قوله پکې د ایران د مذهبي مشر په اړه نوې څرګندونې لیکل شوي دي. الجزېره چینل په دې خبر کې د هیګسیت له قوله په یاد خبر کې ندي ویلي، چې ګواکې آیت الله علي خامنه اي ژوندی دی، بلکې په خبر کې د ایران د نوي رهبر، آیت الله مجتبی خامنه اي نوم ذکر شوی دی.
همدا راز ډیلي ایکسپریس یو ایس ای هم د هیګسیټ دغو څرګندونو په اړه راپور خپور کړی. هلته ویل شوي: هیګسیت د پنجشنبې په ورځ د ایران د جګړې په اړه د تازه معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د ایران نوی ستر مشر، آیت الله مجتبی خامنه اي، ژوندی دی خو “ټپي شوی دی،”.

د دې تر څنګ تاسې کولی شئ د هیګسیټ یادو څرګندونو په اړه د CNN-News18 نشر شوی ویډیو خبر هم په لاندې توګه وګورئ او واورئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت په خپلو نویو څرګندونو کې ندي ویلي، چې ګواکې آیت الله علي خامنه اي ژوندی دی، بلکې هغه د ایران د نوي رهبر، آیت الله مجتبی خامنه اي نوم ذکر کړی، او ویلي یې دي چې نوموړی ژوندی دی او ټپي دی.

