
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یوه ویډیو، چې پکې ښکاري یو هوایي ډګر په نښه کیږي، له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې دغه ویډیو په سعودي عربستان د برید شېبه ښیي. خو د دې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده او خپره شوې ویډیو د یمن حکومت لخوا د حوثیانو تر کنټرول لاندې د صنعا هوايي ډګر په نښه کولو صحنه ښیي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې پوسټ د نمونې په توګه وګورئ. دوی له دغې ویډیو سره لیکلي دي، نن د سعودي عربستان حال وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده. دغه ویډیو په سعودي عربستان د برید کومه صحنه نه ښیي، بلکې د سعودي عربستان پر مشرۍ د یمن حکومت له لوري د حوثیانو تر کنټرول لاندې د صنعا هوايي ډګر په نښه کولو شېبه ښیي.
موږ ولې وایو، چې یاده ویډیو پر سعودي برید نه، بلکې پر صنعا هوایي ډګر برید ښيي؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند وروستي مالومات، کلیدي توري او اړوند خپرې شوې ویډیو ګانې ارزیابي او په دقت سره وکتلې. په باوري رسنیو او ادرسونو کې مو همدغه ویډیو وموندله، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې خپره شوې ویډیو اصلاً پر صنعا هوایي ډګر د سعودي او یمن حکومت ګډ برید ښیي.
د Human Rights Watch پر ویبپاڼه د همدې صحنې انځور له یو راپور سره خپور شوی او ورسره یې کپشن کې لیکل شوي دي: د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۳مه، د سعودي په مشرۍ د یمن حکومتي ځواکونو لخوا د هوايي برید وروسته د صنعا له نړیوال هوايي ډګره لوګی پورته کېږي./ انځور: رویټرز.

الجزیره شبکې هم د دې صحنې ویډیو سره لیکلي دي، د یمن حکومت وايي، ځواکونو یې د حوثیانو تر کنټرول لاندې د صنعا هوايي ډګر ویشتی، څو د ایران الوتکه هلته ښکته نه شي. دا په دې مانا چې دا برید په سعودي کې ندی شوی، بلکې د سعودي په مشرۍ د یمن حکومت د حوثي ډلې تر کنټرول لاندې هوایي میدان باندې کړی دی.

تاسې کولی شئ د دغې برید ویډیو د AP په رسمي یوټیوب چینل هم وګورئ، چې له دې ویډیو سره یې لیکلي دي: په صنعا هوايي ډګر کې چاودنې وشوې؛ حوثیان وايي سعودي هوايي برید کړی، خو د یمن حکومت وايي هدف یې د ایران د الوتکې د ښکته کېدو مخنیوی و.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو په سعودي عربستان د برید کومه صحنه نه ښیي، بلکې د سعودي عربستان پر مشرۍ د یمن حکومت له لوري د حوثیانو تر کنټرول لاندې د صنعا هوايي ډګر په نښه کولو شېبه ښیي.

