په کابل کې د وروستۍ چاودنې په تړاو ناسمه ادعا او پخوانی انځور شریک شوی

False Security

په فېسبوک کې یو انځور شریک شوی چې ادعا شوې ګواکې د کابل په یوه چاودنه کې د طالبانو په حکومت کې د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند جنرال مبین وژل شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د فیسبوک پوسټ ادعا کې لیکل شوي: «کابل په خیرخانی سیمه کي د مبین جنرال په موټر چسپکی ماین چاودنه کړی چي مبین جنر.ال په دغه برید کې وژل شوی».

خو د فاکټ کرېسینډو موندنې ښیي چې د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده او شریک شوی عکس پخوانی دی. که څه هم د کابل په خیرخانې کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې وه خو جنرال مبین پکې نه دی وژل شوی.

د حقیقت پلټنه

مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر نوموړي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا عکس پخوانی دی.

دا انځور په کابل کې د هغې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کال کې د فبرورۍ میاشت کې را منځ ته شوې وه.دا انځور په کابل کې د هغې چاودنې پورې تړاو لري چې په ۲۰۲۱ کال کې د فبرورۍ میاشت کې را منځ ته شوې وه.

Shafqana Newsاریزو نيوز
آرشيف لینکآرشيف لینک

له بلې خوا مونږ د مبین خان تویتر ته ورغلو او هغه په تویتر کې اوس هم فعالیت کوي. له دې څخه ښکاري چې نوموړی ژوندی دی.

تویتر/ ارشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې په کابل کې د وروستۍ چاودنې په تړاو پخوانی انځور شریک شوی دی. د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند جنرال مبین په دې برید کې نه دی وژل شوی.

Avatar

سرلیک: په کابل کې د وروستۍ چاودنې په تړاو ناسمه ادعا او پخوانی انځور شریک شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *