د رولا غني په نوم د جعلي فېسبوک پاڼې ادعا؛ خو اشرف غني او مېرمن یې لبنان ته د ورتګ خبره نه ده کړې

False Political

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مېرمنې رولا غني له قوله ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني به لبنان ته ولاړ شي. 

خو زمونږ موندنې ښيي چې د رولا غني به نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده. 

تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

فېسبوک آرشيف لینک

 د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: 

«زه او ډاکټر اشرف غني په یوه غیر رسمي سفر لبنان ته ځو.   د متحده عربي اماراتو د یوه خصوصي هوايي شرکت له مشر محمد بن قدیر څخه مننه، چې موږ ته یې د سفر لپاره یوه شخصي الوتکه راولېږله.»

د حقیقت موندنه

مونږ لومړی پر عکس د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی. 

دا عکس هغه مهال پورې تړاو لري چې اشرف غني په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته تللی وو.

Shafaqna.com Archive

له همدې امله د فیسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. له بلې خوا د اشرف غني مېرمن رولا غني په نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده ځکه چې په دې وروستیو کې جوړه شوې ده.

مونږ همدا راز د ښاغلي غني فېسبوک او تویتر پاڼو ته ورغلو خو داسې کوم تازه مالومات مو ونه مونده چې لبنان ته یې د سفر په اړه ویلي وي.

Ashraf Ghani FB Archive

Ashraf Ghani Twitter Archive

مونږ تر دې وړاندې هم افغانستان ته د اشرف غني د ورتګ ادعا په اړه د حقیقت موندنې راپورونه خپاره کړي دي.

Ashraf Ghani FC Afghanistan 

Archive

پایله

 له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د فیسبوک ادعا ناسمه ده.  د رولا غني په نوم دا فېسبوک پاڼه جعلي ده.

Avatar

سرلیک: د رولا غني په نوم د جعلي فېسبوک پاڼې ادعا؛ خو اشرف غني او مېرمن یې لبنان ته د ورتګ خبره نه ده کړې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.