ایا هرات کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د ویډیو هغه صحنه رېښتیا ده، چې یو طالب مخامخ پر یوې ښځې ډزې کوي؟

Altered National

د روانې جون میاشتې په 9مه د هرات په جبرییل سیمه د حکومت پر وړاندې د لاریونونو خبرونه ورکړل شول، چې د دغو لاریونونو په جریان کې حکومتي کسانو پر لاریون کوونکي مخامخ ډزې کړي دي. د دې صحنې یوه ویدیو (یک ویډیو) په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوې، چې پکې لېدل کیږي، یو طالب وسله په لاس په خلکو ډزې کوي او په دې جریان کې یوه ښځه هم په نښه کیږي او وېشتل کیږي. دغه ویډیو (در این ویډیو) د فیسبوک او انسټاګرام ګڼ شمېر کاروونکو له همدې ادعا سره خپره کړې ده. خو د دغې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې که څه هم د هرات لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شوی، خو په ویډیو کې هغه صحنه په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې، چې طالب وسله وال مخامخ یوه ښځه په ډزې وژني، ځکه چې په اصلي ویډیو کې داسې کومه صحنه نشته دی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یادې ویډیو لیکلي دي: «د هرات لاریونونو پر مهال یو طالب جنګیالی پر یوه افغان میرمن مخامخ ډزې کوي او وژنې یې.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د هرات لاریونونو په هکله دا راپورونه او ویډیو شته، چې طالب وسلوالو دغلته په لاریون کوونکو ډزې کړي، خو د وایرل شوې ویډیو هغه برخه حقیقت نلري، چې یو وسله وال طالب پر یوې ښځې را وګرځي او مخامخ ډزې پرې وکړي، بلکې دغه صحنه په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده.

موږ ولې وایو، چې د د هرات لاریونو په هکله د وایرل شوې ویډیو ځینې برخې په مصنوعي ځیرکتیا جوړې شوي دي؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا په هکله وروستي مالومات، کلیدي توري او اړوند خپرې شوې ویډیو ګانې ارزیابي او په دقت سره وکتلې بیا مو د باوري رسنیو هغه راپورونه هم وموندل، چې د یادې پېښې په اړه یې خپاره کړي دي. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د هرات په جبرییل سیمه کې چې د لاریونو پر مهال د ډزې کومه لومړۍ ویډیو وایرل شوه، نو د هغې ویډیو مطابق داسې کومه صحنه پکې نه ښکاري، چې طالب وسله وال دې پر هغو دوو ښځو ډزې وکړي، چې د سرک غاړې دېوال ته ولاړې وي. د Resalat Media په نوم یو پاڼې همدا ویډیو چې شاوخوا نیمه دقېقه ده، خپره کړې او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

همدا راز د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون، چې تر ډېره د اوسني حکومت (طالبانو) پر وړاندې نیوکیزه پالیسي لري، هم د دغې صحنې ویډیو خپره کړې ده، خو په متن او ویډیو کې یې هغه صحنه نه ښکاري، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو له ادعا سره خپره کړې ده. 

ارشیف

په ورته ډول بي بي سي پښتو څانګې هم په یو څیړنیز راپور کې ویلي، چې د ویډیو هغه برخه جعلي ده، چې پکې ښکاري یو طالب وسله وال د لاریون مهال سرک غاړې ته ولاړه ښځه په ډزو وولي. بي بي سي پښتو ویبسایټ باندې د دې پېښې مهمې صحنې، چې نږدې دوه دقېقې کیږي، هم خپرې شوي، چې په هغې کې نورې زړه بوږنوونکې برخې شته، خو هغه برخه پکې نه ښکاري، چې ادعا یې شوې ده. تاسې د بي بي سي پښتو څیړنیز راپو په لاندې توګه او د ویبپاڼې ویډیو یې (دلته) کتلی شئ.

ارشیف | +

د دې تر څنګ موږ خپله هم له ادعا سره د خپرې شوېو وروستۍ ویډیو ارزوونه وکړه او په دقت سره مو وکتله، چې لاندې 3 نقطو ته په کتو مالومیږي، چې د ویډیو هغه برخه په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې، چې طالب وسله وال پکې د سرک غاړې ته ولاړو ښځو باندې را ګرځي او په ډزو یې وولي.

لومړۍ نقطه دا چې په څلورمه شماره کې د اصلي ویډیو صحنه ده او تاسې وینئ چې له لومړۍ شمارې سره، چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته لاسوهنه پکې شوې، توپیر یې ورسره دا دی، چې دواړه ښځې یو له بل سره څلورمه شماره کې نږدې او په لومړۍ کې د لږې فاصلې په لرلو سره ولاړې دي.

دوهمه نقطه دا ده، چې کله طالب وسله وال د خړ رنګ لرونکې چادرۍ واله مېرمن باندې ډزې وکړي، نو پر شاته سپین دیوال هیڅ د ویني یا هم د مرمۍ لګېدلو نښه ښکاره نشي.

درېیمه نقطه دا ده، چې کله طالب وسلوال د خړ رنګ چادري واله مېرمن په ډزو وولي، نو په غیر نورمال شکل د تور حجاب لرونکي مېرمن څخه دوه مېرمنې جوړې شي.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د هرات لاریونونو په هکله دا راپورونه او ویډیو شته، چې طالب وسلوالو دغلته په لاریون کوونکو ډزې کړي، خو د وایرل شوې ویډیو هغه برخه حقیقت نلري، چې یو وسله وال طالب پر یوې ښځې را وګرځي او مخامخ ډزې پرې وکړي، بلکې دغه صحنه په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده.

Avatar

ایا هرات کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د ویډیو هغه صحنه رېښتیا ده، چې یو طالب مخامخ پر یوې ښځې ډزې کوي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Altered

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *