
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو د روانې جون میاشتې بېلا بېلو نېټو کې د افغانستان د کرېکټ پخواني ملي لوبغاړي او تېز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ په اړه پوسټونه کړي، چې ګواکې هغه نور په دې دنیا نشته او د ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري، او شاپور ځدراڼ لا هم ژوندی دی او ان تازه مالومات یې په اړه دا دي، چې اوس یې تر پخوا روغتیایي حالت ښه دی.
دا چې شاپور ځدراڼ له څه وخت راهیسي د ناروغۍ له امله هند کې دی او هلته تر درملنې لاندې دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د شاپور ځدراڼ اړوند پوسټونو کې لیکلي: «شاپور ځدراڼ نور په دې دنیا نشته.»


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. شاپور ځدراڼ لا هم ژوندی دی او د هغه ورور غمي ځدراڼ تازه په خپل رسمي فیسبوک او انسټاګرام ویلي، چې د شاپور ځدراڼ وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دورغ ده؟
موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري او اړوند خبرونه وپلټل، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا غولوونکې ده.
دا چې د شاپور ځدراڼ درملنه په هند کې جریان لري او د هغه سره د پالونکي (پایوازي) په توګه خپل ورور غمی ځدراڼ شتون لري، موږ د هغه فیسبوک څخه لېدنه وکړه. غمي ځدراڼ تازه د خپل رسمي فیسبوک پاڼې څخه د شاپور ځدراڼ په اړه پوسټ کې لیکلي: ګرانو هېوادوالو، الحمدلله، د شاپور ځدراڼ وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی او د پخوا په پرتله اوس ښه شوی دی.
غمي ځدراڼ دغه خبره د خپل رسمي انسټاګرام پوسټ کې هم کړې، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

تر دې وړاندې هم د شاپور ځدراڼ په اړه ناسمې ادعاوې خپرې شوې وې او فکټ کریسنډو یې په اړه څېړنه ترسره کړې وه، چې تاسې یې (دلته) لوستلی شئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې شاپور ځدراڼ لا هم ژوندی دی او د هغه ورور غمي ځدراڼ تازه په خپل رسمي فیسبوک او انسټاګرام ویلي، چې د شاپور ځدراڼ وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی.
د یادوولو وړ ده، چې کوم انځورونه، چې د شاپور ځدراڼ د مړیني له خبر سره وایرل دي، حقیقي ندي، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي دي.
د شاپور ځدراڼ د مړیني په اړه ادعاوې دروغ دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

