
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو د روانې جون میاشتې بېلا بېلو نېټو کې د یوې تور پوستې ځوانې نجلۍ انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړي، چې ګواکې دغه انځورونه د فوټبال په نړيوال جام کې اخیستل شوي او اوس دغه نجلۍ خورا مشهوره ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې وایرل شوی انځور د کوم حقیقي انسان ندی، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا د جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټونه دي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د شاپور ځدراڼ اړوند پوسټونو کې لیکلي: «د فوټبال په نړيوال جام کې دا انځور اخيستل شوی او خورا مشهور شوی.»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. له ادعا سره وایرل شوي انځورونه په اصل کې، د کومې حقیقي نجلۍ ندي، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا د جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټونه دي.
موږ ولې وایو، چې وایرل شوي انځورونه د حقیقي انسان ندي؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند، کلیدي توري وپلټل، د بېلګې په توګه په روان نړیوال 2026 فوټبال جام، ښایسته تور پوستي ګډونوال. بیا مو پر خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ او خپله مو هم د اصلي ویډیو یو شمېر برخې په دقت سره ارزیابي او تحلیل کړې، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې وایرل شوي انځورونه حقیقي نه، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي دي.
تر ټولو لومړی موږ خپله د دغو وایرل شویو انځورونو اړوند لومړنۍ ویډیو په دقت سره وکتله او لاندې لومړۍ او دوهمه شماره کې تشریح شوې داسې نقطې په نظر راغلې، چې ښیي دغه ویډیو اصلي نه، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا جوه شوې ده. تاسې کولی شئ، د لومړۍ او دوهمې شمېرې تفصییل په لاندې انځور کې وګورئ.

لومړۍ شمېره د ویډیو په 8مه او 9مه ثانیه کې څرګندوي، چې د نوموړې نجلې په غوږ کې په غیر عادې بڼه د یوې غوږوالۍ پرځای یوه بله سپین غمي واله والۍ هم را پیدا شي، په داسې حال کې چې په لومړي سر کې دغه والۍ یوازې یوه وي.
دوهمه شمېره نقطه موږ دا وموندله، چې د همدې نجلۍ په لباس (جاکټ) باندې یوه لوګو ښکاري، چې اصلاي متن یې د لوستلو ندی او نه هم ښکاري، چې په لوګو کې متن په کومه ژبه دی، په داسې حال کې چې د ویډیو کوالټي په بشپړه توګه HD ده. دا په دې مانا چې ویډیو د کومې حقیقي صحنې نده، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده.
د دې تر څنګ موږ د Jeyla Shore په نوم د انسټاګرام او ټکټاک اکونټو هم پیدا کړل، چې په دغو کونټونو کې د وایرل شویو انځورونو اړوند ویډیو پکې له ((Distracting the whole stadium with that smile)) کپشن سره پوسټ شوې ده.
مهمه خبره دا ده، چې Jeyla Shore په خپلو اکونټونو کې د aceasisapark.com مصنوعي ځیرکتیا (ai) سفیره ګڼي او همدا راز په دغه اکونټ کې ویډیوګانې په لوړ احتمال ټولې په مصنوعي ځیرکتیا جنریټ (جوړې) شوي دي.

همدا راز تاسې کولی شئ د Jeyla Shore ټکټاک اکونټ څخه هم دغه ویډیو وګورئ.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره وایرل شوي انځورونه په اصل کې، د کومې حقیقي نجلۍ ندي، بلکې په مصنوعي ځیرکتیا د جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټونه دي.
ایا په انځور کې دغه تور پوستې نجلۍ حقیقي ده؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

