ایا دغه انځور رېښتیا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر وروستی انځور دی؟

False National

تازه د روانې جون میاشتې پیل کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د طالبانو (افغانستان اسلامي امارت) د مشر ملا محمد عمر وروستی انځور دی، چې د پاکستان په یو روغتون کې اخېستل شوی دی. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپور شوی انځور د ملا محمد عمر نه دی.   

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «باور دا دی، چې دغه انځور د ملا عمر د وروستیو ورځو دی، چې په پاکستان کې اخیستل شوی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. له دغې ادعا سره وایرل انځور د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نه، بلکې د کاکا عبدالخالق په نوم کندهار میشتي سپین ږیري دی، چې ملا محمد عمر ته ورته څېره یې درلوده او کلونه وړاندې د اوږدې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا او وایرل شوي انځور اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو د پر وایرل شوي انځور ګوګل ایمیج سرچ هم پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې دغه ادعا ناسمه ده.

د افتاب کوچي په نوم د ایکس یو کاروونکی، چې زیات فالورز لري، له خپل اکونټ څخه د نوموړي سړي انځورونه په 2023 کال کې خپاره کړي او ورسره یې لیکلي: کاکا عبدالخالق، چې ډېری وخت به یې انځورونه پر خواله رسنیو د لوی ملا صیب په نامه نشرېدل نن وفات شوی دی، نوموړی د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول کلي اوسېدونکی و او له ډېرې مودي راهسي مریض و. 

ارشیف

همدا راز دا چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د یادې ادعا لپاره یو پاکستانی خبریال ریفرینس سمیع یوسفزی ورکړی، چې ګواکې هغه ویلي چې دا انځور د ملا محمد عمر دی، هم دغه خبره دروغ بللې، چې تاسې په لاندې توګه د ایکس پوسټ کتلی شئ. 

ارشیف

د dw پښتو او دري څانګو هم د ملا محمد عمر په نوم د وایرل شوي انځور په اړه راپورونه خپاره کړي. د دوی د راپورونو خلاصه هم دا ده، چې وایي، دغه انځور د ملا محمد عمر نه، بلکې د یو کندهار میشتي، کاکا عبدالخالق پاشمول دی، چې ملا محمد عمر ته ورته وو.

تاسې دغه راپورونه په لاندې توګه کتلی شئ. 

ارشیف|+
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له دغې ادعا سره وایرل انځور د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نه، بلکې د کاکا عبدالخالق په نوم کندهار میشتي سپین ږیري دی، چې ملا محمد عمر ته ورته څېره یې درلوده او کلونه وړاندې د اوږدې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

Avatar

ایا دغه انځور رېښتیا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر وروستی انځور دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *