دا ویډیو قطر کې د امریکا پر پوځي اډې برید نه ښيي، بلکې د ایران په آبادان کې د یوې کارخونې اورلګېدنه ده.

False International

د ۲۰۲۶ کال می میاشتې په لومړیو کې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې ده، چې ګواکې تازه ایران په قطر کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې او برید یې پرې کړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده او خپره شوې ویډیو په قطر کې د امریکا پر کومې پوځي اډې برید نه، بلکې د ایران په ابادان کې یوه کارخونه کې د ۲۰۲۶ کال فبروري میاشتې ۲۶مې اورلګېدنې ده.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرې شوې ویډیو سره لیکلي دي: «ایران قطر کې د امریکا پر پوځي اډه برید کړی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له ادعا سره خپره شوې ویډیو قطر کې د امریکا پر پوځي اډې د برید نده، بلکې د ۲۰۲۶ کال فبروري میاشتې هغه اورلګېدنه ده، چې د ایران ابادان سیمه کې یوه کارخونه کې رامنځته شوې وه.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو انځورونه په دقت سره وکتل او همدا راز ګوګل ایمیج لټون مو هم پرې پلی کړ، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا غولوونکې ده. 

د Firstpost پر رسمي یوټیوب چینل همدا ویډیو د تېرې فبروري په 26مه خپره شوې ده او په تفصیل کې یې ورسره لیکلي دي: د ایران جنوب، آبادان ښار کې د پلاستیکي خامو موادو یوه فابریکه کې اور وګېد، چې له امله یې اسمان ته لوګی پورته شو، فبروري 26مه. 

ارشیف

همدا راز India Today خبري چینل هم پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه دغه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: د ایران په جنوب کې د آبادان په صنعتي کمپلیکس کې د پلاستیکي خامو موادو په یوه فابریکه کې لویه اورلګیدنه رامنځته شوه.

ارشیف

د malaymail.com ورځپاڼې هم یو راپور کې د همدې صحنې د ویډیو یو انځور ته په کپشن کې لیکلي دي: د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۲۶مه د ایران په آبادان کې په یوه صنعتي کمپلیکس کې د اور لګېدو په وخت کې د لوګي یوه څپه اسمان ته پورته کیږي.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره خپره شوې ویډیو قطر کې د امریکا پر پوځي اډې د برید نده، بلکې د ۲۰۲۶ کال فبروري میاشتې هغه اورلګېدنه ده، چې د ایران ابادان سیمه کې یوه کارخونه کې رامنځته شوې وه.

Avatar

دا ویډیو قطر کې د امریکا پر پوځي اډې برید نه ښيي، بلکې د ایران په آبادان کې د یوې کارخونې اورلګېدنه ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *