ایا رېښتیا په کندهار خاکریز سیمه کې یو غر د اوښ په شکل جوړ دی؟ 

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی دی، چې ګواکې دا په کندهار خاکریز سیمه کې د اوښ شکل ته ورته یو غر دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده او له ادعا سره خپور شوی انځور په مصنوعي ځیرکتیا (Meta Ai) باندې جنریټ شوی دی.

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپرو شویو انځورنو سره لیکلي دي: «کندهار خاکریز کې یو غر د اوښ غاړې رقم جوړ دی.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. له یادې ادعا سره خپور شوی انځور په مصنوعي ځیرکتیا (Meta Ai) باندې جنریټ شوی دی او حقیقي ندی.

موږ ولې وایو، چې له دغې ادعا سره خپور شوی انځور حقیقي ندی؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا پر انځور ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ او د دې تر څنګ خپور شوی انځور په دقت سره وارزولو، چې د لاندې موندنو او پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور حقیقي ندی. 

په لومړي سر کې موږ په دقت سره له ادعا سره خپور شوی انځور وارزولو او ومولېدل چې په انځور د مصنوعي ځیرکتیا (Meta Ai) لوګو یا ایکن ښکاري، چې په لاندې توګه یې کتلی شئ. په انځور د مصنوعي ځیرکتیا لوګو او نښې په دې مانا چې دغه انځورونه په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوي دي.

د دې تر څنګ موږ اړوند کلیدي توري او همدا راز مو په انځور ګوګل لټون پلی کړ. موږ د اوښ شا ته ورته یو مشهور غر وموندلو، چې د امریکا په اریزونا سیمه کې موقیعت لري، نه په کندهار افغانستان کې. دا غر د Camelback Mountain په نوم مشهور دی او خلک د چکر لپاره ورځي. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، . له یادې ادعا سره خپور شوی انځور په مصنوعي ځیرکتیا (Meta Ai) باندې جنریټ شوی دی او حقیقي ندی.

Avatar

ایا رېښتیا په کندهار خاکریز سیمه کې یو غر د اوښ په شکل جوړ دی؟ : TITLE

بررسی واقعیت توسط: Fact Crescendo Team

نتیجه: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *