
په ټولنیزو رسنیو کې د چورلکې یو انځور خپور شوی چې ادعا شوې ګواکې په کمال خان بند کې را غورځېدلې چې له امله یې پیلوټ هم وژل شوی دی.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: «پرون ورځ نیمروز کې د پوځې طبیقاتو ترسره کولو کې یو هلیکوپتر د کمال خان بند ته لویدلي چې پکې پيلوټ وژل شوي دي پيښه داسې رامنځته شوه چې یو عسکر هوایې ډازونه کول چې هلیکوپتر پرې ولږیدو.»
راځئ چې د ادعا او انځور په اړه پر حقیقت باندې پوه شو:
حقیقت موندنه
مونږ پر دې عکس باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنې پر مهال مو وموندله چې عکس پخوانی دی. دا عکس د هغه الوتکې پورې اړوند دی چې څو کاله وړاندې په بغلان کې را غورځېدلې وه.
موږ د ادعا شوې پېښې په اړه د کلیدي کلمو پلټنه هم وکړه خو د داسې کومې پیښې په اړه مو کوم مستند راپور ونه مونده.
دا پېښه په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې را منځ ته شوې وه.

د نورو جزیاتو لپاره کولای شئ چې لاندې لینکونه وګورئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې په فېسبوک کې دا ادعا ناسمه ده او عکس پخوانی دی. دا عکس د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري.

سرلیک: دا چورلکه د افغانستان په نیمروز ولایت کې نه ده را غورځېدلې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False