دا الوتکه په دې وروستیو کې په پنجشیر کې نه ده را غورځېدلې

د اېم ای-۱۷ (Mi 17) ډوله الوتکې یو پخوانی انځور په ټولنیزو رسنیو کې بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې ګواکې د افغانستان د پنجشیر په ولایت کې غورځېدلې ده.  زمونږ موندنې ښيي چې دا الوتکه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې را غورځېدلې وه او د پنجشیر ولایت پورې تړاو نه لري. په فېسبوک پسټ […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر کې نه ده را ښکته شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امریکا د پوځي الوتکې یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دوی ادعا کړې ده چې ګواکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امریکا پوځي الوتکه د کابل هوایي ډګر ته را ښکته شوې چې پکې پوځیان هم شته. تر اوسه په دې اړه کوم کره خبر نه […]

Continue Reading

د طالب له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو پخوانی انځور په پنجشیر کې د نیول شویو طالبانو په توګه خپور شوی

له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ناسم خبرونه او وېډیوګانې خپاره شوي دي.  په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له زندان څخه د افغان ځواکونو د خوشې کېدلو یو پخوانی انځور بیاځلې خپور شوی او ادعا شوې چې ګواکې په پنجشیر کې طالبان نیول شوي […]

Continue Reading

په انګلستان کې د الوتکې یوه وېډیو په افغانستان کې داسې خپره شوې چې ګواکې د پاکستان جېټ د پنجشیر پر سر الوتنې کوي

په انګلستان کې د جنګي جېټ یوه وېډیو چې په یوه دره کې تمریني الوتنه کوي، په ټولنیزو رسنیو کې وایرال شوې ده. د انګلستان دا دره د پنجشیر په توګه او جېټ د پاکستان جنګي الوتکې په توګه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی. فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک د فاکت کرېسیندو موندنې ښیي […]

Continue Reading

دا پاکستانۍ الوتکه په پنجشیر کې نه ده غورځول شوې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د یوې پاکستانۍ الوتکې پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې دا الوتکه په پنجشیر کې د مقاومت جبهې له خوا غورځول شوې ده. زمونږ موندنې را ښیي چې دا انځور پخوانی دی او دا الوتکه د پاکستان په میان ولي سېمه کې د یوه پوځي […]

Continue Reading

د کندهار تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د سپین ږیري ږیره نه ده خرېلې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې د کندهار د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال د یوه سپین ږیري کس ږیره خریلې ده. د دوی په خبره دا سپین ږیری د دې لپاره ورغلی وو تر څو امنیتي ځواکونو څخه وغواړي چې طالبانو ته تسلیم شي. هاشم رېګوال دا ادعا یې […]

Continue Reading

آیا دا وسلې او ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي؟

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د نورو هېوادونو د ټانګونو د پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګنې دا ټانګونه افغانستان ته سپارل شوي. ادعا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې پر ۹مه د پخوانیو ټانګونو او وسلو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې ګواکې افغانستان ته […]

Continue Reading

د پاکستاني اردو سرتیری د افغان ځواکونو له خوا نه دی ویشتل شوی

د ملي امنیت ۰۱ قطعې تویتر د پاکستان د چاودنې اړوند یو پخوانی انځور خپور کړی دی او ادعا یې کړې چې نوموړی پاکستانی سرتیری په هلمند کې د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی. ادعا د ملي امنیت ۰۱ قطعې ته اړوند تویتر اکاونټ د روان کال د جوزا پر ۵مه لیکلي چې […]

Continue Reading

ایا د پاریس ښاروال د سپي په غاړه کې د احمد شاه مسعود مډال اچولی؟

یو تغییر شوی عکس د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ لاس په لاس کیږي چې په کې ویل شوی د قوماندان احمد شاه مسعود مډال د پاریس ښاروال له خوا د سپي په غاړه کې اچول شوی دی. ادعا د روان کال د ثور په ۸مه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د یوه انځور […]

Continue Reading

د علیپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نه دي نیول شوې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پخواني انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې ګواکې دا چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې دي. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د روان کال د حمل پر ۴مه نېټه ادعا کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د عليپور په قرارګاه کې ایرانۍ ښځې نیولې چې […]

Continue Reading