ایا دغه ویډیو، چې د ظاهر قدیر غمجن حالت څرګندونه کوي، رېښتینې ده؟ 

False International

د افغانستان د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر تېره جمعه د کینیا په مرسته د امریکا متحدو ایالتونو ته پر هغه د لګېدلو تورونو له امله واستول شو. اوس د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو ظاهر قدیر ته منسوب یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دا د هغې صحنې ویډیو ده، چې ظاهر قدیر امریکا ته سپارل کیږي او په عمجن حالت کې ښکاري. خو د دغې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده او خپره شوې ویډیو حقیقي نده، بلکې د ظاهر قدیر له وروستي انځور څخه په استفادې او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ویډیو ده. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي دي: د ظاهر قدیر دغه ویډیو ډیره دردونکې ده.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. خپره شوې ویډیو حقیقي نده، بلکې د ظاهر قدیر له وروستي انځور څخه په استفادې او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ویډیو ده. 

موږ ولې وایو، چې یاده ویډیو حقیقي نده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند وروستي مالومات، کلیدي توري او راپورونه وپلټل او بیا مو د خپرې شوې ویډیو پر یو سکرین شاټ د ګومل ایمیج لټون هم پلی کړ. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې خپره شوې ویډیو د حقیقي نده. 

د کینیا د جرمي تحقیقاتو ریاست (DCI) د افغانستان د پخواني پارلمان غړي حاجي عبدالظاهر قدیر همدغه انځور خپور کړی، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو د همدې انځور څخه په استفادې یوه وړه ویډیو جوړه کړې ده. د کینیا د جرمي تحقیقاتو ریاست (DCI) د ایکس له پاڼې پوسټ کې یوازې دوه د دغې صحنې دوه انځورونه نشر کړي دي، نه کومه ویډیو. په دې پوسټ کې (DCI) امریکا ته د نوموړي د استولو په اړه بشپړ مالومات هم لیکلي دي، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.  

ارشیف

د eastleighvoice.co.ke پر ویبپاڼه هم همدغه انځور له یو راپور سره نشر شوی او د انځور منبع د کینیا د جرمي تحقیقاتو ریاست (DCI) یاد شوی دی. په دې ویبسایټ کې هم یوازې انځور دی او د ظاهر قدیر کومه ویډیو نشته. 

ارشیف

همدا راز د citizen.digita پر ویپاڼه هم د یادې صحنې یوازې همدا دوه انځورونه له راپور سره خپاره شوي دي، چې د کینیا د جرمي تحقیقاتو ریاست (DCI) نشر کړي. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې خپره شوې ویډیو حقیقي نده، بلکې د ظاهر قدیر له وروستي انځور څخه په استفادې او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړه شوې ویډیو ده.

Avatar

ایا دغه ویډیو، چې د ظاهر قدیر غمجن حالت څرګندونه کوي، رېښتینې ده؟ : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *