په چین کې د یوې پخوانۍ چاودنې ویډیو په اسراییلو باندې د ایران د برید په نوم خپره شوې ده. 

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼشمېر کاروونکو  د چاودنې یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دغه ویډیو په اسراییلو باندې د ایران د برید ده. خو د دغې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده او خپره شوې ویډیو د ایران له لوري پر اسراییلو د کوم برید نده، بلکې د چین په تیانجین ښار کې د هغې درنې چاودنې ده، چې د 2015 کال اګسټ میاشت کې رامنځته شوې وه او له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي دي: ایران پر اسراییلو نیمه اټومي برید وکړ. 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دغه ویډیو د ایران له لوري پر اسراییلو د کوم برید نده، بلکې د چین په تیانجین ښار کې د هغې درنې چاودنې ده، چې د 2015 کال اګسټ میاشت کې رامنځته شوې وه او له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه. 

موږ ولې وایو، چې یاده ویډیو پر اسراییلو د ایران د برید نده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند وروستي مالومات، کلیدي توري او اړوند خپرې شوې ویډیو ګانې ارزیابي او په دقت سره وکتلې. په باوري رسنیو او ادرسونو کې مو همدغه ویډیو وموندله، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې خپره شوې ویډیو د ایران – اسراییلو جګړې پورې اړه نلري، بلکې د چین په تیانجین ښار کې د 2015 کال د چاودنې ده. 

بي بي سي په خپل یو راپور کې، چې د 2015 کال اګسټ میاشت کې یې خپور کړی دی، د همدې پېښې ویډیو او جزیات خپاره کړي دي. د جزیاتو په برخه کې یې لیکلي، چې د چین تیانجین ښار کې د یو شرکت په ګودام کې د دوو لویو چاودنو له امله لسګونه مړه او ټپیان شوي دي… 

ارشیف

د CNN خبري شبکې پر ویبسایټ هم خپور شوي راپور او ویډیو کې د همدغې یادې پېښې په اړه ویل شوي دي، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ. 

ارشیف

د دې تر څنګ د FRANCE 24 English پر رسمي یوټیوب چینل هم د چین یادې پېښې ویډیو شته چې له بلې زاویې ویډیو شاټونه هم اخیستل شوي دي او تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو د ایران له لوري پر اسراییلو د کوم برید نده، بلکې د چین په تیانجین ښار کې د هغې درنې چاودنې ده، چې د 2015 کال اګسټ میاشت کې رامنځته شوې وه او له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه. 

Avatar

په چین کې د یوې پخوانۍ چاودنې ویډیو په اسراییلو باندې د ایران د برید په نوم خپره شوې ده. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *