
په ټولنیزو رسنیو کې د هندوستان د بوتانو د یوه مراسم انځورونه لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې د کورونا له ناورین څخه نه دي ژغورلي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې میاشتې په ۲۵مه د بوتانو انځورونو سره یو ځای لیکلي: « هندیان خپل خدایان سړکونو ته غورځولي دي ځکه چې هغوی یې له کورونا څخه نه دي ژغورلي.».
فېسبوک پاڼه
حقیقت موندنه
مونږ پر دغو انځورونو د «گوگل» او «یاندیکس» څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه د هندوستان د بوتانو یوه مراسم پورې اړه لري. په دغه مراسم کې بوتان اوبو ته غورځول کیږي. دا انځورونه په ۲۰۱۹ کال کې په یوه راپور کې خپاره شوي دي.
د هندوستان ټایمز راپور چې په ۲۰۱۹ کال کې خپور شوی
د دې ادعا یو بل انځور په ۲۰۱۹ کال کې په یو راپور کې خپور شوی دی.
لیدل کیږي چې دا انځور په ۲۰۱۹ کال کې خپور شوی دی
د دغو مراسمو یو بل انځور په لاندې راپور کې خپور شوی دی.
شاوخوا یو کال وړاندې په هند کې چارواکي په ځینو سیندونو کې د بوتانو غورځولو پر مراسم بندیزونه لګولي وو. دا بوتان د ګچ، پلاستیک او سمنټو څخه جوړیږي چې اوبو ته د غورځولو له امله د چاپیریال ککړتیا را منځ ته کولای شي.
دا مراسم څه ډول تر سره کیږي؟
دا مذهبي مراسم چې ګاشاما او ګانش نومیږي، د هند په ډېرو ایالتونو کې لمانځل کیږي. هندیان ګاشاما او ګانش ته چې د دوی خدایان بلل کیږي، عبادت کوي او تر ۱۰ ورځو پورې دوعا کوي. دوی په لسمه ورځ خپل خدایان اوبو ته ښکته کوي چې دغه مراسمو ته «ویزار جان» ویل کیږي.
په هند کې د کورونا ناورین
اوسمهال هندوستان د کورونا ویروس مرکز ګڼل کیږي چې په دې هېواد کې د مړو شمېر له ۳۰۰ زرو څخه اوښتې. کارپوهان وایي چې ښایي د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړه وي ځکه چې ډېری مړي په رسمي توګه نه دي ثبت شوي. هندوستان د طبي تجهیزاتو او اکسیجن له کمښت سره هم لاس او ګریوان دی. ځیني کسان د خپلو مړو د سوځولو لپاره مناسب ځای هم نه لري.
پایله
د هند د بوتانو کوم انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي او پکې ویل شوي ګواکې دا چې هندیان خپلو خدایانو ته د کرونا څخه د نه ژغورلو له امله غوصه دي او سړکونو ته یې غورځولي، ناسم دی. دغه انځورونه د هندوانو د مذهبي مراسمو اړوند دي. په دې مراسمو کې هندیان خپل بوتان اوبو کې ږدي چې د کورونا پورې تړاو نه لري.

سرلیک : آیا هندیان خپل خدایان سړکونو ته د دې لپاره غورځولي چې دوی یې له کورونا څخه نه دي ژغورلي؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False