د مالټا هېواد په یوه ارخونه کې د چاودنو ویډیو په دې نوم خپره شوې، چې ګواکې دا پر ایران توغندیز بریدونه دي.

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼشمېر فیسبوک کاروونکو  د چاودنې او اورلګېدنې یوه ویډیو له دې ادعا سره خپره کړې، چې ګواکې دغه ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو ده. خو د دغې ویډیو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا ناسمه ده او خپره شوې ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو نده، بلکې د مالټا هېواد سالینا سیمې یوه کارخونه کې د هغې چاودنې ده، چې تېره جون میاشت کې رامنځته شوې وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې له یادې ویډیو سره لیکلي دي: پر ایران 500 توغندي ویشتل شوي او تهران کې پراخ اورونه لګېدلي دي. 

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. دغه ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو نده، بلکې د مالټا هېواد سالینا سیمې یوه کارخونه کې د هغو چاودنو او اورلګېدنې ده، چې تېره جون میاشت کې رامنځته شوې وه. 

موږ ولې وایو، چې یاده ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو نده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند وروستي مالومات، کلیدي توري او اړوند خپرې شوې ویډیو ګانې ارزیابي او په دقت سره وکتلې. په باوري رسنیو او ادرسونو کې مو همدغه ویډیو وموندله، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې خپره شوې ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو سره تړاو نلري.  

د timesofmalta.com په خپل راپور کې، چې د 2026 کال جون په لومړۍ نېټه یې خپور کړی دی، د دغې پېښې له ویډیو سره کپشن کې لیکلي دي: هغه شیبه چې د اورلوبې فابریکه کې چاودنه وشوه. د لوستونکو لخوا لیږل شوي ویډیوګانو ټولګه.

ارشیف

همدا راز Guardian News هم پر خپل یوټیوب چینل باندې د دغې پېښې ویډیو په عین تاریخ خپره کړې ده او ورسره یې لیکلي دي: د مالټا د اورلوبو په فابریکه کې چاودنې د لوګي څپې هوا ته خپرې کړې. 

ارشیف

د New York Post له رسمي یوټیوب چنیل هم د یادې پېښې ویډیو، چې له بلې زاویې ریکارډ شوې ده، خپره شوې. تاسې دغه ویډیو په لاندې توګه مشاهده کولی شئ. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې دغه ویډیو پر ایران د توغندیزو بریدونو نده، بلکې د مالټا هېواد سالینا سیمې یوه کارخونه کې د هغو چاودنو او اورلګېدنې ده، چې تېره جون میاشت کې رامنځته شوې وه. 

Avatar

د مالټا هېواد په یوه ارخونه کې د چاودنو ویډیو په دې نوم خپره شوې، چې ګواکې دا پر ایران توغندیز بریدونه دي. : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *