
د ټولنیزو رسنیو ګن شمېر فیسبوک کاروونکو د سرېلنکا هېواد روان ۲۰۲۶ کرېکټ لیګ په درشل کې، د کرېکټ لوبغاړي مهدي حسن میراز یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې نوموړي هغه ډول، چې په انځور کې ښکاري، په خپل لباس سټیګرونه لګولي دي. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري، او مهدي حسن په خپل لباس هغه ډول، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو له لوري یې انځور خپور شوی، سټیکرونه ندي لګولي، بلکې د هغه اصل انځور ایډیټ شوی دی.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د مهدي حسن میراز له انځور سره په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي، چې مهدي حسن د ناروا اعلانونو پوښلو په موخه په خپل لباس سټیکرونه لګولي یا یې پوښلي دي.


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري. مهدي حسن په روان ۲۰۲۶ لنکا پریمیر لیګ کې په خپل لباس هغه ډول، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو له لوري یې انځور خپور شوی، سټیکرونه ندي لګولي، بلکې د هغه اصل انځور ایډیټ شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو په اصل کې د مهدي حسن دغه انځور ایډیټ کړی دی؟
موږ د شوې ادعا اړوند کلیدي توري او اړوند خبرونه وپلټل، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې په اصل کې د مهدي حسن دغه انځور بدل شوی او ایډیټ شوی دی.
د bdcrictime.com کرېکټ اړوند ځانکړي ویبسایټ د مهدي حسن میراز پر دغه کړنه، چې نوموړي په روان 2026 لنکا پریمیر لیګ (LPL) یوه لوبه کې د خپل لباس پر (BABU88) نو سټیکر وهلی وو، راپور نشر کړی. دا راپور په همدې تمرکز کوي، چې ولې مهدي حسن میراز نه غواړي، چې د LPL ځانګړي لباس باندې لیکل شوې لوګو ښکاره شي. تاسې کتلی شئ، چې یاده لوګو هغه ډول، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یې انځور خپور کړی، هغه ډول نده پوښل شوې، بلکې یوازې یو ځای سټیکر یا پوښل ښکاري.

د دې تر څنګ موږ د 2026 لنکا پریمیر لیګ (LPL) له رسمي یوټیوب چینل څخه لېدنه وکړه او هلته مو د مهدي حسن میراز هغې لوبې ویډیو، چې نوموړی پکې د ګیل ګالنټز (Galle Gallants) لوبډلې لپاره لوبیږي، وکتله. موږ ولېدل، چې په یوه سیالۍ کې نوموړي پر خپل لباس د لیکل شوي (BABU88) د انلاین پلاټ فارم په نوم باندې سټیکر وهلی دی. خو هغسې نده، چې څه ډول د ټولنیزو رسنیو یې انځور خپور کړی. تاسې یې ویډیو په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.
همدا راز د cricfrenzy د انسټاګرام له رسمي پاڼې څخه هم د دغې صحنې یو انځور خپور شوی دی. هلته دوی لومړی هغه انځور چې په (BABU88) نوم باندې سټیکر وهل شوی دی او دوهم انځور چې وروسته یې بیا دغه سټیکر ایسته کړی دی، جوړه انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: په یوه ورځ کې منظره بدله شوه، معراج نن د بیټینګ سپانسر لوګو پوښلی نه وه.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې . مهدي حسن په روان ۲۰۲۶ لنکا پریمیر لیګ کې په خپل لباس هغه ډول، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو له لوري یې انځور خپور شوی، سټیکرونه ندي لګولي، بلکې د هغه اصل انځور ایډیټ شوی دی.

