
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګنې طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۲مه د داعش جنګیالیو یو پخوانی انځور خپور کړی دی. دغو کاروونکو ویلي چې یو شمېر طالبان افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د «افغان مارشال» په نوم د فېسبوک یوه کاروونکي د دې انځور په خپرولو سره لیکلي: «څلورویشت ساعتونو کې دوه سوه طالبان تسلیم شول».
دا پست له نورو سره ۶۸ ځله شریک شوی دی.
د فېسوک یوه بل کاروونکي هم ورته پست یې کړی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. د فاکت کرېسیندو د موندنو پر اساس دغه انځور د داعش ډلې جنګیالیو پورې اړه لري. دا جنګیالي څو کاله وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ته په جلال آباد کې له یو شمېر وسلو سره تسلیم شوي وو.
دا انځور د ‘Indiatoday.in’ په وېبپاڼه کې په ۲۰۱۹ کال کې خپور شوی دی.
په راپور کې لیدل کیږي چې دا پخوانی انځور د داعش ډلې جنګیالي ښيي
د راپور پر اساس، دا کسان د ۲۰۱۹ میلادي کال د نومبر په ۱۷مه تسلیم شوي دي. په راپور کې د ننګرهار د پخوانی والی شاه محمود میاخیل له قوله لیکل شوي دي چې ۲۴۳ داعش جنګیالي او ۴۰۰ کورنۍ غړو یې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
پایله
هغه انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی ګنې دا چې په دې وروستیو کې ۲۰۰ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي، ناسم دی. دا انځور د طالبانو پورې اړه نه لري. په انځور کې د داعش جنګیالي لیدل کیږي چې په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په ختیځ جلال آباد کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي وو.