
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له «العربیه» تلویزیون سره د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د مرکې یوه پخوانۍ وېډیو بیاځلې خپره کړې ده. دوی ادعا کړې چې ګواکې ښاغلی غني له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلی دی او ژر به هېواد ته ورشي.
زمونږ موندنې ښيي چې دا مرکه پخوانۍ ده او ښاغلی غني په دې مرکه کې داسې کوم څه نه دي ویلي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د محمد اشرف غني د مرکې یوه وېډیو د روان کال د فبرورۍ په ۸ خپره کړې ده او ادعا یې کړې چې ګواکې اشرف غني له طالبانو سره هوکړه کړې چې هېواد ته ورشي.
یوې فېسبوک پاڼې د دغه مرکې په خپرولو سره لیکلې: «مبارک شه ملته اشرف غني همداوس دوبي کي د يو عربي تلويزيون سره مرکه کوي اشرف غني وايي د ا.ا.ا سره هوکړي ته رسيدلي دا هفته کي به افغانستان ته ستون شم».

حقیقت موندنه
مونږ د دغه ادعا په اړه په ګوګل کې د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. زمونږ د موندنو په پایله کې مالومه شوه چې له «العربیه» تلویزیون سره د ښاغلی غني دا مرکه پخوانۍ ده. ښاغلی غني په دې مرکه کې دا نه دي ویلي چې ګواکې له طالبانو سره هوکړې ته رسیدلی دی.
له بلې خوا په دې مرکه کې دا هم نه دي ویل شوي چې ګواکې نوموړی به په روانه اونۍ کې بېرته افغانستان ته ورشي.
دا مرکه شاوخوا درې کاله وړاندې یعنې په ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې خپره شوې وه.
تاسو کولی شئ چې د دې مرکې وېډیو دلته وګورئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې له «العربیه تلویزیون» سره کومه مرکه نه ده کړې. دا مرکه پخوانۍ ده خو هغه په خپلو خبرو کې دا نه دي ويلي چې ګواکې له طالبانو سره یې هوکړه کړې او یا هم افغانستان ته به بېرته ورشي.

سرلیک: د اشرف غني او طالبانو تر منځ د هوکړې ادعا، خو رښتیا څه ده؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False