په دې وروستیو کې اشرف غني هند ته نه دی تللی

په ټولنيزو رسنيو کې يې پوسټ شریک شوی دی چې ادعا كوي ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني هند ته تللی دی چې له هغه ځای څخه به کابل ته راشي.   ادعا یو فېسبوک پست په پراخه توګه شریک شوی دی چې ادعا یې کړې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف […]

Continue Reading

اشرف غني په دې وروستیو کې له ملا برادر سره دوحې ته نه دی تللی

په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ملا برادر یو پخوانی عکس خپور شوی دی. له دې عکس سره ادعا شوې چې ګواکې اشرف غني د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یو ځای د دوحې ښار ته ورسېدل. زمونږ موندنې ښيي چې دا انځور د اشرف […]

Continue Reading

په دې وروستیو کې اشرف غني د عمرې حج ادا کولو لپاره عربستان ته نه دی تللی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې حج لپاره عربستان ته تللی دی. خو زمونږ موندنې ښيي چې هغه په دې وروستیو کې د عمرې مراسمو لپاره عربستان ته نه دی تللی او نوموړی انځور پخوانی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر […]

Continue Reading

ملا برادر نه دی مړ شوی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې ملا عبدالغني برادر مړ شوی دی. هغه له یو شمېر اوازو څخه وروسته په وېډیویي بڼه را څرګند شوی دی او د خپل مرګ اوازې یې رد کړي دي.  ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۲مه د ملا عبدالغني […]

Continue Reading

هندوستان د طالبانو له خوا د ټول ګډونه حکومت د اعلان په صورت کې د چورلکو او د نورو مرستو ژمنه نه ده کړې

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د هندوستان لومړی وزیر نرندرا مودي له یوه هندي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که د طالبانو له خوا یوه ټول ګډونه حکومت اعلان شوی وای نو دا هېواد به ورسره د ۳۰ چورلکو او د بیارغونې پروژو مرستې به یې کړې وای. زمونږ د […]

Continue Reading

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶ میاشتنی اوربند خبر ناسم دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې طالبانو له افغان حکومت سره په شپږ میاشتني اوربند سلا شوي.  زمونږ د موندنو پر اساس، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند خبر حقیقت نه لري. ادعا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي […]

Continue Reading

پاکستان ته د غني پټ سفر، سم که ناسم؟

یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی دی چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی دی. ادعا پاکستاني خبریال او د پاکستان د دنیا ټلویزیون رییس کامران خان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ثور په ۹مه ویلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې پاکستان ته پټ سفر کړی دی. […]

Continue Reading

د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدلو خبر ناسم دی

ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د شیرمحمد عباس ستانکزي د جعلي تویت له قوله ویلي چې ټاکل شوې ۷۰۰۰ طالب بندیان له زندان څخه خوشې شي. د دوی پر خبره، یو شمېر طالب مشران به هم له تور نوملړ څخه وویستل شي. ادعا یو شمېر رسنۍ لکه خامه پریس، خبریال ډاټ […]

Continue Reading

د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ ناسم دی

ځیني رسنۍ د افغان حکومت له لورې د استانبول د ناستې ګډون کوونکو نوملړ خپور کړی دی چې ناسم دی. ادعا هشت صبح ورځپانې او ځیني نورې رسنۍ د ۱۴۰۰ کال د حمل یا وري پر ۲۲مه نېټه د استانبول د غونډې یو نوملړ خپور کړی دی چې په هغه کې ۱۹ تنه ګډون لري. […]

Continue Reading

په کابل کې د غني پروستات عملیات یا جرمني کې د هغه د پښې عملیات؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړی او ادعا یې کړې ګواکې دا چې نوموړی تصویر د هغه له پروستات عملیاتو څخه وروسته اخستل شوی دی. ادعا د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۱۴۰۰ کال د حمل پر ۱۸مه د اشرف غني یو پخوانی انځور خپور کړي. دوی […]

Continue Reading