
په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د لاریون پر مهال د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوی دی.
په دې تړاو یو شمېر انځورونه هم خپاره شوي دي.
تاسو کولی شئ چې لاندې فېسبوک پسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
په هر حال، د فاکټ کرېسینډو موندنې ښيي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده او دواړه شریک شوي عکسونه هم پخواني دي.
حقیقت موندنه
مونږ پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او په پاکستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري.
لومړنی عکس:


لومړنی عکس د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې پورې تړاو لري. دا انځور هغه مهال اخستل شوی چې عمران خان د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال له سټیج څخه وغورځېده.
نوموړی هغه مهال ټپي شوی وو چې په روغتون کې یې درملنه وشوه.
دوهم عکس:


دوهم عکس هم څو کاله پخوانی دی او د اورګاډي او موټر ترمنځ د یوه ټکر پورې تړاو لري. په دې پېښه کې هغه مهال لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي وو. دا پېښه د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې را منځ ته شوې وه.
مونږ د ښاغلي خان د ټولنیزو رسنیو حسابونه هم ولیدل او ومو موندله چې نوموړی اوس هم فعال دی او پوسټونه کوي.
د عمران خان د وژل کېدلو په تړاو تر اوسه هېڅ کوم مستند خبر نه دی خپور شوی.
له دې څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده او په دې تړاو خپاره شوي عکسونه پخواني دي.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. ښاغلی خان نه دی وژل شوی او دا عکسونه پخواني دي.

سرلیک: عمران خان د لاریون پر مهال په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False