عمران خان د لاریون پر مهال په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

False International

په ټولنیزو رسنیو کې ادعا شوې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د لاریون پر مهال د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوی دی.

په دې تړاو یو شمېر انځورونه هم خپاره شوي دي.

تاسو کولی شئ چې لاندې فېسبوک پسټ وګورئ:

فېسبوک آرشيف لینک

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

په هر حال، د فاکټ کرېسینډو موندنې ښيي چې د فېسبوک پسټ ادعا ناسمه ده او دواړه شریک شوي عکسونه هم پخواني دي.

حقیقت موندنه

مونږ پر نوموړي انځورونو د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او په پاکستان کې د کومې وروستۍ پېښې پورې تړاو نه لري. 

لومړنی عکس:

لومړنی عکس د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې پورې تړاو لري. دا انځور هغه مهال اخستل شوی چې عمران خان د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال له سټیج څخه وغورځېده.

نوموړی هغه مهال ټپي شوی وو چې په روغتون کې یې درملنه وشوه.

Dawn  آرشيف

Express آرشيف لینک 

دوهم عکس:

 دوهم عکس هم څو کاله پخوانی دی او د اورګاډي او موټر ترمنځ د یوه ټکر پورې تړاو لري. په دې پېښه کې هغه مهال لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي وو. دا  پېښه د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې را منځ ته شوې وه.

Dawn آرشيف لینک

مونږ د ښاغلي خان د ټولنیزو رسنیو حسابونه هم ولیدل او ومو موندله چې نوموړی اوس هم فعال دی او پوسټونه کوي. 

د عمران خان د وژل کېدلو په تړاو تر اوسه هېڅ کوم مستند خبر نه دی خپور شوی.

عمران خان فېسبوک آرشيف لینک 

له دې څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده او په دې تړاو خپاره شوي عکسونه پخواني دي.

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. ښاغلی خان نه دی وژل شوی او دا عکسونه پخواني دي.

Avatar

سرلیک: عمران خان د لاریون پر مهال په کومه چاودنه کې نه دی وژل شوی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.