
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او ځیني رسنۍ په ناسمه توګه ادعا کړې ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی منګل استاد مړ شوی دی.
ادعا
یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د جوزا په ۱۳مه ادعا کړې چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد منګل چې د ښاپیرۍ نغمې پخوانی خاوند وو، وفات شوی دی. د “Nan 99.9 FM” فېسبوک پاڼې لیکلې چې استاد منګل له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
دا خبر د فېسبوک د نورو کاروونکو تر منځ هم لاس په لاس شوی دی.
یک تلویزیون او خامه پریس هم دا خبر یې خپور کړی وو خو وروسته یې بېرته پاک کړی دی.
خامه پریس لیکلي وو: «منګل استاد د ناروغۍ له امله له هېواد نه بهر وفات شو».
د خامه پریس فېسبوک پاڼه
خامه پریس وروسته تر دې چې دا خبر ناسم ثابته شو، خپل فېسبوک پست یې پاک کړی. خامه پریس په یو بل پست کې له لوستونکو او استاد منګل څخه د دې ناسم خبر خپرېدلو لپاره بخښنه غوښتې.
حقیقت موندنه
زمونږ موندنې ښیي چې استاد منګل د دې خبر تر خپرېدلو پورې ( د ۲۰۲۱ کال د جون ۴مه) ژوندی دی او د هغه د مرګ خبر ناسم دی. پژواک خبري آژانس په یو پست کې د شفیق مرید له قوله لیکلي چې د استاد منګل د مرګ خبر ناسم دی.
د استاد منګل د مرګ ناسم خبر ولې خپور شو؟
په لومړیو کې شفیق مرید چې د منګل استاد زوم دی، د خپلې عمه د وفات کېدلو له امله خپل د فېسبوک پروفایل تور رنګ ته واړول. هغه پرته له دې چې ووایي، عمه یې وفات شوې خپل د فېسبوک پروفایل یې تور رنګ ته واړوه. خلک داسې ګومان کاوه چې ګنې استاد منګل وفات شوی دی. ده بیا وروسته خپل پست اېډیټ کړی او لیکلي: «د مور په شان خوږه، مهربانه او ځوانه عمه جانه مې نیم ساعت مخکې په حق ورسېدله. د خپلې ټولې کورنۍ ته تسلیت وایم او په مړینې یې سخت خپه یم».
د شفیق مرید فېسبوک پاڼه
پایله
د استاد منګل د وفات خبر چې په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوی دی، د ۲۰۲۱ کال د جون تر ۴مې پورې ناسم دی.