
دا چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ناروغۍ په اړه راپورونه خپاره شول، څه موده وړاندې نوموړی د درملنې لپاره مالیزیا ته یوړل شو. اوس د ټولنیزو رسینو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې ګلبدین حکمتیار مړی شوی دی. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده او ګلبدین حکمتیار لا هم ژوندی دی.
دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «تازه؛ ګلبدین حکتیار مړ شو!».


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د خزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لا هم ژوندی دی او تازه ورسره د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق په مالیزیا کې لېدنه هم کړې ده.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او په اړه یې خپاره شوي راپورونه مو وموندل. د پایلو په په صورت کې مالومه شوه، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د مړیني په اړه ادعا مخکې شوې ده، په داسې حال کې چې تر ادعا وروسته د نوموړي (حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار) او د پاکستان د جماعت اسلامي د پخوانی مشر سراج الحق په مالیزیا کې د لېدنې په اړه خبرونه نشر شوي دي.
خپله د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق پر خپل ایکس پاڼه د ګلبدین حکمتیار سره ګډ انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي؛ ((ملائیشیا: محترم سراج الحق، سابق امیر جماعت اسلامی پاکستان کی ملائیشیا میں سابق وزیراعظم افغانستان گلبدین حکمتیار سے ملاقات…))
همدا راز افغانستان انټرنیشنل په یو پوسټ کې له شوې ادعا ساعتونه وروسته لیکلي: د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، چې په مالیزیا کې یې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي.
د دې تر څنګ طلوع نیوز هم ورته خبر په خپله رسمي ایکس پاڼه خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی او لوستلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د خزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لا هم ژوندی دی او تازه ورسره د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق په مالیزیا کې لېدنه هم کړې ده.
ایا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار رېښتیا هم مړ شوی دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

