په داسې حال کې، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانې اوږدې شخړې په لویدیځه اسیا کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړي دي، وروسره پر یو بل یې د پرلپسې بریدونو کولو احتمال هم زیات شوی دی. خو په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فیسبوک ځینو کاروونکو بې تړاوه او پخواني انځورونه د اسراییلو لخوا پر ایران د برید له عنوان سره خپاره کړي دي. که څه هم د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۶مه د اسراییلو له لوري پر ایران د ځوابي برید یا غچ اخیستلو خبرونه ورکړل شول، خو هغه انځورونه چې د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو خپاره کړي، پخواني او بې تړاوه دي.
تاسو کولی شئ، چې د فیسبوک د ځینو کاروونکو لخوا پر ایران د برید تر عنوان لاندې پخواني او بې تړاوه انځورونه وګورئ:
د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایران له لوري پر اسریلو د بریدونو په تړاو خبرونه شته، خو هغه ټاکلي انځورونه چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو خپاره کړي، د اسراییلو له لوري پر ایران د وروستي برید سره کوم تړاو نلري.
د څېړنې میتود:
د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري د شریک شويو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی په ګوګل او ځینو نورو (سرچ انجنو) کې کلیدي توري ولټول، ترڅو د شوې ادعا په اړه وروستي خپاره شوي مالومات پیدا کړو او بیا مو پر خپرو شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ. موږ وموندله، چې اسراییلو پر ایران د اکتوبر پر ۲۶مه برید کړی، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري خپاره شوي انځورونه په یادو بریدونو پورې تړاو نلري.
اسرائیلو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲۶) پر ایران د یو لړ هوايي بریدونو په ترڅ کې وویل چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اسلامي جمهوریت له خوا د بالستیک توغندیو د بیرغ په غچ کې پوځي ځایونه په نښه کوي.
پر ایران د اسراییلو وروستي ځوابي برید په تړاو (اسرایل-ایران ژوندی تازه معلومات: د پولیسو پر کاروان له برید وروسته لس ایراني پولیس وژل شوي) راپور لوستلی شئ:
اوس راځو د هغو انځورونو په اړه تاسې ته مالومات وړاندې کوو، چې د اسراییلو له لوري پر ایران د وروستي ځوابي برید سره تړاو نلري، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له همدې ادعا سره خپاره کړي دي.
لومړی انځور:
د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې له شوې ادعا سره شریک شوی لومړی انځور د مشرق نیوز په نوم ویب پاڼې لخوا تیر کال د ۲۰۲۳م په نومبر کې خپور شوی. په مقاله کې د انځور د جزیاتو په اړه ډیر څه نه دي ویل شوي، خو په لویدیځه آسیا او شمالي افریقا کې د اسراییلو – حماس جګړې او د مقاومت محور په اړه یادونه ورسره شوې ده.
دوهم انځور:
د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره، موږ وموندله چې له شوې ادعا سره دویم انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی، هم پخوانی دی او د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ مياشت راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې څو – څو ځله خپور شوی دی.
یو X کارونکي ورته انځور شریک کړی او ورسره یې لیکلي: ((پرون زموږ بې پیلوټه الوتکو د نوي اروپایي ایتلاف سره جګړه وکړه…)).
هماغه عکس بیا د یوې بلې ادعا سره هم شریک شوی:
((ایا دا د AI یا مصنوعي ځېرکتیا په مرسته جوړی شوی انځور دی او که ایران لوی بالونه ترلاسه کړي دي؟ …))
د یادوونې وړ ده، چې له شوې ادعا سره له خپرو شویو انځورونو له ډلې یو یې تر ډېره د AI په مرسته جوړ شوی بریښي او فکټ کریسنډو موندنو وښودل، چې دغه انځور 98 سلنه د AI یا مصنوعي ځېرکتیا په مرسته جوړ شوی دی.
پایله:
په ټولنیزو رسنیو کې د ایران له لوري پر اسریلو د بریدونو په تړاو خبرونه شته، خو هغه ټاکلي انځورونه چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو خپاره کړي، د اسراییلو له لوري پر ایران د وروستي برید سره کوم تړاو نلري.

عنوان: پخواني او غیر اړوند انځورونه پر اسراییلو د ایران د وروستي برید له ادعا سره شریک شوي.
بررسی واقعیت توسط: Fact Crescendo Teamنتیجه: Misleading