ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

False International

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ د ترکیې د نظامي تجهیزاتو اړوند پخواني انځورونه خپاره شوي ګواکې دا چې ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات استولي تر څو د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین دفاع وکړي. د فلسطین او اسراییل تر منځ د جګړې په ترڅ کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخستی وو، خورا ناسم مالومات په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.

ادعا

ځیني فېسبوک کاروونکي او فېسبوک پاڼې د روان زیږدیز کال د مې په ۱۹مه یو شمېر پخواني انځورونه خپاره کړي دي او ادعا یې کړې چې د ترکیې نظامي تجهیزات فلسطین ته رسیدلي دي.  دوی د ټانګونو، جنګي الوتکو، کښتیو او د ترکیې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان انځورونه خپاره کړي.

د «زرمینه محمدي خبر تازه» په نوم یوه فېسبوک پاڼه لیکلي: «همدا اوس د ترکیې نظامي تجهیزات او مرستې فلسطین ته ورسېدل». 

د فېسبوک پاڼې دا پست ۲۴ زره او ۲۲۴ ځله له نورو سره شریک شوی دی.

فېسبوک پاڼه/ آرشیف لېنک

د فېسبوک یو بل کاروونکی د «عبادت شاه شهزاد» په نوم هم ورته انځورونه یې خپاره کړي او ویلي یې ده چې د ترکیې هېواد نظامي تجهیزات فلسطین ته رسیدلی دی.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

د فېسبوک یوه بل کاروونکي هم ورته پست یې کړی دی چې ۹۶زره اوه سوه شپږ اتیا ځله له نورو سره شریک شوی دی.

Graphical user interface, application

Description automatically generated

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغو انځورونو د «ګوګل انځورونو برعکس پلټنې» او د بینګ (Bing) څېړنه مو تر سره کړه. په پایله کې وموندله چې دا انځورونه پخواني دي او د فلسطین- اسراییل موضوع پورې تړاو نه لري.

د ترکیې الوتکې دا انځورونه په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د «الاتحاد» په نوم خبري وېبپاڼه کې خپاره شوي دي چې د عراق په کردستان کې د ترکیې الوتکو بمبار ښیي.

د الاتحاد په وېبپاڼه کې لیدل کیږي چې دا انځور د ۲۰۲۰ کال پورې تړاو لري

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

Graphical user interface, application, website

Description automatically generated

په راپور کې لیدل کیږي چې د ترکیې د سمندري قوې انځور پخوانی دی

وېبپاڼه/ آرشیف

له بلې خوا څخه زمونږ موندنې ښیي چې د ټانګونو دا انځور د یوټیوب له یوه وېډیو څخه اخستل شوی دی چې دا وېډیو په ۲۰۱۷ کال کې په یوټیوب کې خپره شوې ده. په وېډیو کې د ترکیې د نظامي ځواکونو ټکڼالوژۍ ته په کې اشاره شوې ده.

یوټیوب لېنک

په ورته مهال د ټانګونو دا انځور په یوه وېبپاڼه کې هم خپور شوی دی.

Graphical user interface, website

Description automatically generated

په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوی او پخوانی دی

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

دا انځورونه داسې مهال په فېسبوک کې شریک شوي چې په دې وروستیو کې د اسراییل او فلسطین تر منځ سخته نښته روانه وه. دواړو لوري اوسمهال اوربند کړی دی.

ترکیه ولې د اسراییلو پر وړاندې جګړه نه کوي؟

که څه هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه تویت کې د اسراییلو وروستۍ حملې د فلسطین پر وړاندې غندلي خو دواړو هېوادونو نږدې دیپلماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري. 

د ترکیې او اسراییلو تر منځ اړیکې هغه وخت یو څه خرابې شوې چې اسراییل په ۲۰۱۰ کال کې د ترکیې اړوند یوه بېړۍ ونیوه او ۱۰ ترکي فعالان یې ووژل. پر دې سربېره، دواړو هېوادونو دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې لري. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا دواړه هېوادونه له یو بل سره د اوږدې مودې لپاره دفاعي شریکان پاتې شوي دي.

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې د ترکیې نظامي تجهیزاتو کوم انځورونه چې لاس په لاس شوي ګواکې دا چې فلسطین ته استول شوي، ناسم دی. دا انځورونه پخواني دي.

Avatar

سرلیک : ترکیې فلسطین ته نظامي تجهیزات نه دي استولي

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *