پخواني او په ډيجيټل توګه بدل شوي  انځورونه په کندهار کې وروستي برید په غلطه ادعا شریک شوي.

False National

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو څو پخواني انځورونه شریک کړي دي چې په کې ادعا شوې چې  په کندهار کې په دې وروستیو کې برید شوی. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

 ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې په کندهار په دې وروسيوو کې برید شوی. 

 په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي او پخواني او په ډيجيټل توګه  انځورونه شریک شوي دي. همدارنګه د افغانستان په کندهار کې په هیڅ ځای  داسې کومې پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د حقیقت معاینه

 ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټوو ترڅو د وروستي چاودنې يا بريد خبر تایید کړي. خو داسې کومې پېښې په اړه کوم رسنۍ راپورونه نشته. 

د نورو پلټنو لپاره، موږ په شریک شوي عکسونو کې د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندله چې ټول شریک شوي عکسونه پخواني دي او کومې  وروستي چاودنې سره تړاو نه لري. انځورونه په ډيجيټل توګه هم شریک شوي. 

ګوګل د ریورس عکس لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې لومړی عکس پخوانی دی او په ۲۰۱۷ کال کې په هرات کې د یوه جومات مخې ته د ماین له چاودنې وروسته اخیستل شوی چې څو کسان پکې ووژل شول. 

VOA  آرشيف لینک

همدارنګه، په فیسبوک پوسټ کې شریک شوی لومړی انځور په ډیجیټلي ډول بدل شوی دی، تاسو کولی شئ دلته د دواړو انځورونو ترمنځ توپیر وګورئ:

اصلي انځور

په ډيجيټل توګه بدل شوي انځور

پایله

له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي او پخواني او په ډيجيټل توګه  انځورونه شریک شوي دي. همدارنګه د افغانستان په کندهار کې په هیڅ ځای  داسې کومې پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.

Avatar

پخواني او په ډيجيټل توګه بدل شوي انځورونه په کندهار کې وروستي برید په غلطه ادعا شریک شوي. : سرلیک

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *